ادبي لیکنينظــر

سلیمان لایق د متضادو کرکټرونو شخصیت

حفيظ الدين پيرزاده

ارواښاد استاد الفت د مرحوم اجمل خټک په اړ‎ہ ویلي و:
وایي د شعر رب النوع د الفت په ژبه
سیاسي لوبو ته نه، شعر ته اجمل جوړ‎وم

زہ ھو بھو خبرہ د لایق په اړ‎ہ کوم.
سلیمان لایق د شعر عبقري و، د پښتو معاصر شعر ته یې نوې ښکلا او ځلا ور وبښله!
په پښتو ادب کې یې ډیر نوښتونه او ادبي پنځونې وکړ‎ې، دا به بې ځایه نه وي چې ووایو لایق د نوي پښتو شعر د سر لاریو له ډلې څخه و.

خو ای کاش! ھغه ادب د ادب لپارہ کارولی و، شعر یې د ھنر د پیاوړ‎تیا لپارہ استخدام کړ‎ی و او یا یې پخپل شعر د ولس د استقلال ھوډ ته استحکام ور بښلی و تر څو یې لوړ‎ ادبي شخصیت متنازع فیه شوی نه و.
لایق د امپریالیزم دښمن و خو دا دښمني یې د مظلوم څخه د دفاع لپارہ نه وہ بلکې د کمونیزم له مورچل څخه یې د کمونستانو د خوشالولو لپارہ پر غربي ښکیلاک ډزې کولې. که به ھغه د  نړ‎ۍ په کوم گوټ کې د غربي استعمار گونډہ د کوم ناتوانه ولس پر مرۍ ولیدہ نو د بشریت چیغې به یې وھلې خو د کمونیزم خونکارې منگولې یې د خپل ولس پر ستوني نه یواځې دا چې نه لیدلې بلکې پخپله ھم ورسرہ په دې ستر جنایت کې سھیم و!

ای کاش! ھغه د غربي استعمار تر څنگ د روس وحشیانه یرغل ھم غندلی وای!
ای کاش! ھغه د مجاھدینو د وحشت سرہ د کمونستانو بربریت او عام وژنې ھم غندلې وای!

ھغه د عمر په آخر کې د تاریخ د محاکمې څخه د ځان د برئت لپارہ ویل:

ښایي ځینې په دې پوہ شې چې په خوله مې
ظالمانو لگولي و مھرونه
ما آسمان د ازادۍ ته لار کوله
خو افسوس صیاد مې مات کړ‎ل وزرونه

خو ھغه مھال چې صیاد یې وزرونه نه و مات کړ‎ي او پر خوله یې مھرونه نه و لگیدلي، نو قلم یې د خپل ولس پر ځای د یرغلگرو په چوپړ‎ کې و؛ ھغه به ویل:

شوروي زلمیان د سر او ځان په بیه
د افغان د ازادۍ لپارہ جنگ کړ‎ي

ھغه د دې عصر د خوشال خان ارواښاد استاد الفت پر دې چیغه ھیڅ غوږ‎ نه نیوہ چې ویل یې:

ازادي که خیراتي وي، یا د چا مھرباني وي
افتخار به پرې و نکړ‎ي، که ھمت یې افغاني وي

لایق به تل ملا او مجاھد ته پیغور ورکاوہ چې تور پنجاب یې د کابل پر سر کیناوہ خو ھغه خپله، کارمل او د کمونستانو نورو مشرانو د خپلو ناموسونو ( خور او لور ) پنجاب ته پر ودولو دا پیغور ھیڅکله ځان ته راجع نه کړ‎!!
د لایق صیب زوم پاکستانی جمعه خان صوفي تر دې دمه د ای اس ای په خدمت کې دی.

لایق پخپله دیني علوم لوستي و، د علماو، روحانیونو او مشایخو په کورونو کې را لوی شوی و خو ھغه ته دا خلک وروسته پاتې ښکاریدل، د خپل پلار نیکه لار او عقیدہ یې عربي استعمار باله او د ولسونو او پرگنو د وروسته پاتېتوب اصلي لامل!

لایق او ملگریو به یې خپل سور کاروان نه په شا تلونکی باله او ھدف یې ورته کھکشان ټاکلی و؛
ھغوی به ویل:
دا کاروان په شا نه ځي
ځي د کھکشان پر لور
په دوی کې یو ھم دومرہ سر خلاصی نه و چې ورته ووایي، سائنس وایي: کھکشان په یو نامالوم طرف په حرکت کې دی؛ موږ‎ ولې خپل کاروان په داسې یو څه پورې تړ‎و چې د ھغه ( کھکشان) د مسیر منزل  نا مالوم دی؟!!
ھغه ته مادہ پر شعور تر ھغې مقدمه ښکاریدہ، تر څو د نن ورځې سائنس او تیکنالوژۍ ھغه ماته او تجزیه کړ‎ہ او په علمي تجربې یې د مادې حدوث په ثبوت ورساوہ؛ ھمدا راز ھغه تر ھغې کمونست پاته شو تر څو افغانان مجاھدینو د اسلامي عقیدې پر مټ د روسي اشغال پر ماتولو ورته د کمونستانو پر تیورۍ د بطلان کرښه کش کړ‎ہ!

لایق چې ھر څه و، و به خو د مجاھدینو د مشرانو، اوسنیو بې ھویته سیکولرانو، او د کمونستانو د نورو پاته شونیو پشان په اقتصادي فساد ککړ‎ نه و.
د مجاھدینو د انډوخر پر مھال زہ یوہ ورځې د خپلو ټولگیوالو طالبانو سرہ له خپلې مدرسې چې مرکز علوم اسلامیه نومیدہ او د پیښور په فارسټ کالج،  راحت آباد کې وہ، بیرون سړ‎ک ته را ووتم.
کوم طالب د سړ‎ک پر غاړ‎ہ ولاړ‎ سړ‎ي ته اشارہ وکړ‎ہ او راته کړ‎ل یې: ھغه سړ‎ی سلیمان لایق دی. زہ لږ‎ نژدې ورغلم، څرنگ چې ما یې تصویرونه په رسنیو کې لیدلي و نو و مې پیژاند. ھماغه مھال لیني ترپالي سوزکۍ راغله، لایق ورپورې ونښت او لاړ‎.
د پیښور په راحت آباد کې د سیاف یو څو لنډہ غر قومندانان ھم اوسیدل، لږ‎ہ شیبه پس د ھغوی دوہ جگ بډوھلي ډاټسن له خامه فرعي سړ‎ک څخه په ډیر تیز رفتار کې لوی سړ‎ک ته را ووتل. لوچکه او بیھودہ موسیقي یې لگولې وہ، موږ‎ ټول یې په دوړ‎و کې پټ کړ‎و او د مجبوریت له مخې مو مخونو ته څادرونه و نیول، موږ‎ یو بل سم نه لیدل.
زما څخه په ھمدې دوړ‎و کې ھغه توپیر ھم ورک شوی و چې په کمونست لایق او سیافي مجاھدینو کې کوم یو وطن پلوری دی؟!!

الیگساندر مایوروف چې په اتیایمه لسیزہ کې په افغانستان کې د روسي لښکرو ستر سلاکار و، پخپل کتاب کې لیکي: یوہ ورځ یې دفتر ته سلیمان لایق ورغلی و او ورته یې ویلي و: افغانستان ھیڅکله بھرنیو اشغالگرو ته نه دی تسلیم شوی، افغانان مسلمانان دي او دی ھم مسلمان دی! ښه به وي که شوروي اتحاد خپلې لښکرې له افغانستان څخه پر شا کړ‎ي!

استاد محمد آصف صمیم کیسه کوله: د لایق صیب میرمن سخته ناروغه وہ، لایق په نیمه شپه پاڅیدلی و او د الله عزوجل لوی دربار ته یې لاسونه لپه کړ‎ي و او ویلي یې و:
لویه ربه! ښځه مې روغه کړ‎ہ او را څخه مه یې اخله! که یې را څخه واخلې، ستا پرې ھیڅ نه کیږ‎ي خو زما پرې کور ورانیږ‎ي!!
لایق او د الله دربار ته رجوع؟!!
ماته ھغه مشھور عربي مقال را یاد شو چې وایي: کلُ شیءٍ یرجع إلی أصله؛ ھر شی خپل اصل ته ور گرځي!
لایق ھم په اصل کې ملا او ملازادہ و!

لایق د ستړ‎ې، ناکرارې، متجسسې او متحسسې اروا څښتن و. د حق په پلټنې پسې سرگرادن و.
اخري خاتمه مستورہ وي، زہ د زړ‎ہ له تله ھیله لرم او دعا کوم چې ھغه ته به د ژوند د پور له پریکولو مخکې حق جوت شوي او پر ھغه فطرت به مړ‎ شوی وي چې پیغمبر علیه السلام په یو متفق علیه حدیث کې د ھر مولود د پیدا کیدو په اړ‎ہ یاد کړ‎ی!
که فطرت ته په رجوع مړ‎ وي، روح دې ښاد وي او الله عزوجل دې ورته د ټولو لغزشونو، عقیدوي ښوئیدنو، او نورو گناھونو عفوہ وکړ‎ي!!

و ما ذلک علی الله بعزیز

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست دویمه ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ښه خوږه لیکنه ده. خبره خو دا ده چی آشپزی او خیاطی او زرګری او…. په هغه صورت کی یو منلی او ښکلی هنر او مسلک وی چی د ټولنی د اکثریت خلګو د ذائقې او سلیقې سره برابر او عیار وی. د کندهار د خاکرېز په ولسوالی کی د هغه خیاط هنر هیڅ ارزښت نلری کوم چی مثلاً د پراخو لمنو او پراخو خښتګانو د تخصص پر ځای د مینی ژوب کمیس د رَغَوَلو تخصص ولری. سلیمان لایق به ښه شاعر ؤ خو ذائقه ئې ترخه او سلیقه ئې کږه وه. هیڅوک دا اعتراض نلری چی هغه باید د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x