افغانستان

ټرمپ: ډېر ژر به په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته راټيټ کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، په افغانستان کې یې عسکرو نوولس کاله اوږد وخت تېر کړی،  چې نور به یې شمېر  په نږدې وخت کې څلور زره ته راټيټ شي.

ټرمپ دغه څرګندونې د  «HBO» په نوم له یوې امریکایي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې يې څوارلس زره عسکر درلودل، چې بیا دا شمېر اته زره ته راکښته شو او اوس به په نږدې وخت کې دا شمېره څلور زره ته راټيټه شي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په مهال به (چې تمه ده دوې میاشتې وروسته  په نومبر کې ترسره شي)  په افغانستان کې یوازې پنځه یا څلور زره امریکایي عسکر پاتې وي.

نوموړي منځني ختيځ ته د عسکرو لېږل د خپل هیواد تر ټولو ستره تاریخي تېروتنه وبلله او په افغانستان کې خپلو عسکرو جګړو یې اوږدمهاله یاده کړه.

هغه یاده کړه، چې روسان هم یو وخت افغانستان ته ورغلي وو او پایله دا شوه، چې له شوروي اتحاد یوازې روسیه جوړه شوه.

د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون مطابق له افغانستانه ۳۶۰۰ امریکایي عسکر وتلي او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې پنځه نظامي اډې تخلیه کړې.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون مطابق ټول بهرني عسکر او غیر ډيپلوماټیک پرسونل باید د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووزي.

په  افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر کمېدلو خبرونه داسې مهال دي، چې د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې د حکومت له لوري وضع شویو محدودونو له امله بین الافغاني مذاکرات تر یوې نامعلومې مودې پورې ځنډېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x