روغتیا

هغه وخت چې له کیلې خوړلو په کې ډډه وکړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۹ل): کیلې په نړۍ کې تر ټولو زیاته خوښونکې میوه ده او د ملګرو ملتونو د وینا سره سم په نړۍ کې په اوسط ډول ۸ ملیونه ټنه کیلې مصرفیږي.

کیلې له پوټاشیم او پيسټین (د فایبر یو ډول) څخه ډکې دي، او ددې په واسطه بدن ته میګنیزم، ويټامن سي او بي ۶ رسیږي.

که څه هم د کیلې خوړل هر څوک په هر وخت کې خوښوي، خو ځینې وختونه شته چې باید ددې خوړلو څخه په کې ډډه وشي.

روغتیا پوهان وایي چې د سهار ناشتې پرمهال له کیلې خوړلو ډډه وکړئ، ځکه چې زیان رسونکې ثابتیږي.

لکه څرنګه مو چې وویل کیله کې پوټاشیم، میګنیزم او زیاته اندازه فایبر موجود دي، نو سهار په نهاره استعمال یې ښه نه ګڼل کیږي، ځکه په دې کې د خوږوالي کچه زیاته ده او تر ډیره اندازه تیزابیت رامنځته کوي.

له کیلې خوړلو وروسته ممکن د یو څه وخت لپاره د بدن دفاعي پیاوړتیا زیاته شي، خو ډیر ژر ستړیا غالبوي او ورسره ژر لوږه رامنځته کیږي.

د روغتیا پوهانو په وینا، په سهارنۍ کې د کیلې خوړلو وروسته ډیر ژر د بل څه خوړلو اشتها رامنځته کیږي، نو تر ډیره حده د زیات خوراک کولو امکان زیاتوي.

سهار په نهاره کیله خوړلو سره د انسولین کچه هم لوړیږي، خو که د سهار لخوا په مسلسله توګه استعمال شي د وینې لوړ فشار خطر هم رامنځته کوي.

د پوهانو په وینا که خوږ شی په هره بڼه وکارول شي نو بدن کې تیزابیت رامنځته کیږي او د هاضمې سیستم ډکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx