نړۍ

په عراق کي چاودنو ۵۱ امنیتي ساتونکو ته مرګ ژوبله واړوله

iraq-baghdad-dewania-basraنن ټکی آسیا: نن د عراق په دیوانیه ولایت کي د ګورنر پر کور دوه پر لپسي د موټر بم په ذریعه سرښندونکي بریدونه وشوله، چي له کبله يې د والي د کور د ساتونکو څخه ۲۱ کسه ووژل شوه، او ۳۰ نور ټپيان شول.

سیمه ایزو چارواکو ویلي چي چاودني نن سهار هغه وخت وسولې کله چي د امنیتي ساتونکو یوه ډله د کار لپاره راتلل، او بله وتل.

تر اوسه دا نه معلومه سوې چي ددغه ولایت ګورنر سلام حسین علوان ته به زیان رسیدلی وي او کنه، خو ویل کیږي چي چاودني د نومړي د کور سره په دروازه کي وشولې، او همداسي تر اوسه نه ده معلومه سوې چي والي به پر کور هم وو کنه.

پرون ورځ هم د عراق په مختلفو سیمو کي بریدونه او چاودني شوې وې، چي د هغو څخه د عراق په پلازمینه بغداد کي د فرنسې د سفارت پر موټر باندي برید دیاودلو وړ دی، چي یو شمير کسان په کښي ټپیان شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x