ادبي لیکني

زما په وینو رنګ بدن به څوک پاکوي؟

ابو محمد فاتح

زه د افغانستان یو اوسېدونکی یم، ولایت خو زما لوګر دی خو ما هستوګه ډېره د هجرت په دیار کي کړې ده،ځکه چي زما وطن ته سره کفار راغلي وه، د رب د حکم سره سم زه د وطن د دولت د خپل باغ، د خپلي مینې، د خپل ټاټوبي، د خپل خپلوانو او هرڅه نه جدايي ته مخ شوی وم، د هر څه پرېښودل مي زغملي وه، خپل ګران هیواد مې ددې لپاره ترک کړی و چي دلته زما عزت او ناموس،زماځان او مال،زما پت او ملت د اغیارو دسپکاوي سره مخ و،ما دخپل عزت دخوندي توب په موخه په ځان خوارۍ او زحمتونه وګالل،ستړیاوي مي په ځان راوستې،د پردیو ناخوالو ته تیار شوم، دپردېسۍ او در بدرۍ کړاونه مي وپتییل،دا بهیر زه څو کاله په خپل غېږ کي وساتلم، خو دا هرڅه زما لپاره ځکه آسان و چي ما د اغیارو څخه ځان خوندي کاوه.

یوه ورځ زما دوطن سړي را ږغ کړه چي هله راشه، ستا وطن نور سمسور دئ، دلته ستا عزت اوس په امان دئ،ستا مال اوس محفوظ دئ،ته اوس محترم یي، تاته د وطن په بیا رغوني کي ضرورت دئ،د هېواد په پرمختګ کي ستا شرکت دئ،د یو خپلواک حکومت په راتګ کي ستا د رایی د استعمال بنسټي حق دئ،ته اوس د وطن یو سرمایه یې،ستا اولاد به دلته د تعلیم څخه برخمن وي،ستا دکور برخلیک به بریمن وي،ستا اهل به دهوسايي سره سره پتمن او عزتمن وي،ته به سره دفامیله دهر شر او خطر نه په امان یې،ستا ژوند به هوسا او ارمانونه به دې پرځای او خوبونه به دي رشتیا وي·

سړی د رنګه ډېر نیکمرغه او د خولې ډېر صفا ښکارېده نو ځکه مي اعتبار وکړ او سملاسي مي ټول فامیل وخپل هیواد ته رابدل کړ،دلته څه ګورم چي دکوم سره کافر نه ورک وم دهغه ورور راباندي شتون لري،دکوم خطر نه چي وم ستړی هغه په سترګو وینم،لویه بده خو لا دا چي هغه کوم سړي چي زه ومه راغوښتی هغه هم دکافر څنګ کي زما په زورېدلو بوخت دئ،تعلیم خو څه دجهالت نه هم څو قدمونه ها خوا یو ډګر کي مي اولاد دئ،پت عزت مي هر ګړی دخطراتو سره مخ دئ،په هردم مي کور کهول دپردیو دخیانت سره مخ دئ،توره شپه کي دویرېدونکي چغو نه بې حال یم،بمباري او سره اورونه خو هر دم زما په سر دي،سهار چي کله پاسم نو خبرشم چي پلانی دکاکازوی مي دئ اغیارو راوژلی او ماښام چي کله راشم نو ماما مي دهغه سړي تر لاس وي راتېر شوی چاچي ماته دسر او مال ضمان راکړی،دغه حال کي اوس مجبوره خاک به سر یم،هیڅ یو څوک مي داسي نشته چي یو خوار تپوس مي وکړي،بس دا زه یم دا مي کور او دا غمونه مسلسل دي،یوه غټه زما دسوچ نه هم اوچته غمیزه لا داهم ده چي درايي په نامه مي زورګاري کړي او بیا دغه رايه هم په خپل قوت سره سپکاوي کړي.

په همدې غمجن سهار او ماښام کي یوه ورځ داسي خبر شوم چي د جوړي یوصورت رامنځ ته شوی او سوکاله ژوند چي مايې خوب و ډېر لیدلی راروان دئ،چاچي ماته مخکي لږ تسل و راکړی هغه هم ددې تایید کړ او د غم د چاپیریال د ختمېدو یې سم حال راکړ،زه په تمه تمه ناست او شپې او ورځي مي سبا کړې، داختر شپه وه چي بچیانو مي دا فرمائش وکړ:باباجانه نن خو موږ ته داختر څه څپلۍ،کالي واخله،مور یې هم ځان آماده کړ او غم د مرحلې د ختمېدو په خوشالي یې دسینګار او نورو شیانو درانيولو په موخه زموږ سره تګ وکړ،زه خپله او بچیان او هم میرمن مي په ډېره خوښي بازار ته لاړو،میرمن مي وايي زه دځان لپاره خپله هر څه خوښوم،او بچیان مي یو یو شی راته را اخلي او دبابا په چیغو مي خبر کړي او مجبور مي کړي چي زه ددوی سوال ته ځواب ورکړم،دخوښۍ او خوشالۍ داکیفیت لا اوس روان و چي نا څاپه یو ناخوالی ږغ تر غوږ سو،زه خو هیڅ نه یم پوه سوی چي دا څه وه،وروسته سترګي چي مي خلاصي کړې نو زه په بل جهان کي پروت وم،دمیرمني او اولاد مي سر تر نوکه بدنونه په سرووینو کي لت پت و.

د پوښتني په موخه مي یو څوک وښوراوه نو په ځواب کي یې راته داسي وویل:
هغه کوم سړي چي ته وې راوستلی نن هغه ددې دنیا نه ته په داسي ظلم ورک کړې، کوم سړي چي ضمانت ستا دعزت او دناموس و تاته درکړی هغه خپله داحمله ترسره کړې،ما سوال وکړو چي جرم زما څه و؟ نو ځواب یې راکړ چي که ته ددې ظلم نښان نه وای ګرځېدلی دی به څنګه تر مقصده رسېدلای.

زه د لوګر یو اوسېدونکی په مظلومیت کي تنها نه یم،د څلور دېرش ولایته څخه هره ورځ دا ږغ رااوچتیږي، خو د درد د تداوۍ کوشش یې نسته نو ځکه دافریاد تر خاورو لاندي کيږي،خو زما دغه آواز زه تر خاورو لاندي کول نه غواړم، ملته تاته آواز کوم!
تر څو به زه داسي مظلوم یم؟
ولي به زما په وینو داسي ولې بهیږي؟
ولي پر ما دبمونو آزمویني کيږي؟
زما خوشالي ولي راڅخه اخیستل کیږي؟

که داسي حال وي او څوک یې غږ نه اوري نو نن خو شل کسان په وینو رنګ شول سبا به ټول ملت ددې انجام سره مخ وي.

ملته! ستاسو یاد دي یو سړی به زموږ بانډو کي ګرځېده، زړې جامې به یې په تن وې،خبري به یې کمي خو همدردي به یې زیاته وه،هغه به موږ.ته دهغه مکار سړي په اړه ډېر ځه ویل او خپل ځان به یې زموږ دپت او عزت ساتلو لپاره په اور سوځاوه،لاړ شئ هغه ته خپلي ستړیاوي بیان کړی زما یقین دئ چي هغه به ستاسو زخمونو ته ټکور ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx