افغانستان

د کابل په ننني برید کې د هوايي ځواک مامورینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د هغه سرتېري برید په پایله کې ، چې نن سهار شاوخوا اوه بجې د کابل ښار د دریمې حوزې اړوند د کارته سخي په سېمه کې د ملي اردو پر کاسټر موټر تر سره شوی، تر اوسه پکې د شپږ تنو د وژل کېدا او کابو شل کسانو د ټپي کېدا خبر ورکړل شوی.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي وويل چې دا بريد نن سهار په شاوخوا اوه بجو د کارته سخې په سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، چې دغه بريد د ملي دفاع وزارت د مامورينو يو کاسټر موتر په نښه کړى، چې له امله يې ٦ تنه وژل شوي او ١٤ نور ژوبل شوي دي.
د چارواکو په خبره،  چې په ياد موټر کې د ملي دفاع وزارت اړونده د هوايي ځواکونو مامورين ناست وو، چې د کابل نړيوال هوايي ډګر په لوري په حرکت کې وو.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بیا ويلي، چې په دې بريد کې څلور افسران وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښي مسؤلیت پر غاړه واخیست.
د ښاغلي مجاهد په خبره ، دا برید د دوی د یوه تن ملا رحمت الله ولید نومې ملګري له لورې، چې د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی او نن د هوايي ځواک د مامورینو له موټر سره خوا کې پلی روان و، تر سره شو.
نوموړی زیاتوي، چې په برید کې د ملي اردو د منسوبینو اړوند کاسټر موټر په بشپړه توګه تخریب شوی او له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې سپرو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
مجاهد دا هم ویلي، چې دا موټر له مخکې د دوی تر تعقیب لاندې و ، نن پرې برید ترسره شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x