شعـــــرونه

نسيمه! سلام يوسه د سهار مدینې ته/ جواد مل

جواد مل

نسيمه! سلام يوسه د سهار مدینې ته
د دواړو جهانونو د سردار مدینې ته

دا ستر احسان به ستا وي پر ما باندي د زړه سره
که ور وړې زما درودونه بې شمار مدینې ته

خبر مي رب په حال دی چي ارمان څومره لرمه
له وخته وخته يمه انتظار مدینې ته

بیګا مي بيخي ډېر مدني يار دی ياديدلی
درځار شم هله بېړه کړه تلوار مدینې ته

د دې ساعت په تمه د ژوند شپې سبا کومه
چي وه مي غواړي ګران خيرالابرار مدینې ته

يوازي ته خو نه يې جـوادمـله ورته تږی
هر وخت عاشقان ناست قطار قطار مدینې ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x