ټولنیزه برخه

معاذ بن جبل رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟

غلام عمر عبدالله

کله چې محبوب ﷺ ورته وویل:
“ای معاذه! په اللهﷻ قسم له تاسره مینه لرم.”

عبد الله بن أنيس رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې د اللهﷻ رسول خپله لکړه ورکړه او ورته یې وویل: “په جنت کې به دې پدې لکړې سره وپېژنم.”

بلال رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې حضرت محمد ﷺ ورته وویل:
“په جنت کې مې ستا د پایذار (څپلیو) غږ واورېد.”

د مؤمنانو مور خدیجه رضي الله عنها به په هغه شپه څنګه
ویده شوې وي؟
کله چې خوږ نبي ﷺ ورته وویل:
“یقیناً جبرائیل علیه السلام پر تا باندې د اللهﷻ له لوري سلام وایي.”

ابوبکر رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې سرور کائنات ﷺ ورته وویل:
“اللهﷻ جبریل علیه السلام راواستوه او وایي:
الله تعالی فرمایي چې خپل ملګري ته ووایه، زه له تا څخه راضي یم، آیا ته له ما څخه راضي یې؟

أبی بن کعب رضي الله عنه به په هغه شپه څنګه ویده شوی وي؟
کله چې خاتم النبیین ﷺ ورته وویل:
“الله تعالی ماته امر وکړ، چې تاته له قرآن څخه یو څه تلاوت وکړم.
أبی بن کعب رضي الله عنه ورته وویل:
آیا الله تعالی زما نوم یاد کړ؟
سردار دو جهان ﷺ ورته وویل: هو!
ابی بن کعب رضي الله عنه وژړل، وژړل او ویې ژړل…

دا خلک څوک وو؟
دا ددې امت تر ټولو غوره او بهترین انسانان وو، هغه انسانان
چې خپل خواهشات، مال، ځان، بچیان، کور، کلی او وطن یې
ټول د اللهﷻ او د هغه د رسول ﷺ تر رضا قربان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx