پښــــتو ادب

اختر (رښتينې لنډه کيسه)

احمدګل ريان

نن د لوی اختر دوهمه ده، اوله ورځ مې له نيمايي زياته د پسه په حلالولو او ټوک ټوک کولو تېره کړه، ماسپښين ناوخته مې يو کتاب مطالعه کړ او مازديګر بيا د يو سپينږيري مولوي صاحب اختر مبارکي ته ورغلم، نن مې هم د کيسو کتاب (ژوند په موسمونو کې) لاس کې دی، پښه مې په بله اړولې او د لنډو کيسو له لوستلو خوند اخلم.

د هجرت د ژوند اختر دی، هغه پخوانی هجرت هم نه دی چې په مهاجر کمپ کې به په اختر مبارکيو ستړي شوو، عجبه ده، له خوند او لطف نه هم انسان ستړی کېږي، دا به ډېر خلک نه مني، مګر ډېرو دا حالت تجربه کړی دی.

اوس داسې نه ده، مهاجر کمپ نشته، شاوخوا پردي خلک راتاو دي، خپل او شناخته خال خال، هر څوک په خپلو کارونو مصروف ښکاري.

چې له يوازيني کليوال قاري صاحب سره مو د اختر د لومړۍ ورځې چای او ناشته وکړه، موږ دواړه د اختر لمانځه ته لاړو او ماشومان مو د کوڅې شوخيو ته پرېښودل، چې له اختره خوند واخلي، د کلي د اختر غوندې نه، د مهاجرت د اختر خوند؛ ځکه چې دوی د کلي اختر نه دی ليدلی، چې دلته يې زړونه تنګ شي، دوی ته د دې بې وطنه، بې کلي او بې خپلوانو ژوند اختر له خوندونو او خوښيو ډک وي، همدا وجه وه چې له اختر وړاندې يې د اختر په تياريو ستومانه کړو.

زمونږ ماشومان هم کټ مټ لکه په قفس کې پيدا او رالويه شوې مرغۍ، چې ټوله دنيا يې همدا قفس وي، که يوه ورځ لږ خوښۍ وويني؛ نو په ريزونو غاړې بوغې کړي او له خوشحالۍ په ډېرو ټوپونو په اوسپنيز قفس ځان ژوبل کړي.

نن د سهار له لمانځه وروسته چې لمر لا سر نه و راپورته کړی، د شودو يو لرې دوکان ته روان شوم، تر څو مې هم پلی مزل کړی وي، پښې مې غوړولې وي او هم مې په دې سيمه کې په ښو شودو د مشهور دوکان شودې راوړې وي.

دلته سهار ډېر کم خلک ويښ وي، د ديني او عصري علومو استادان او محصلين ويښ وي او يو نيم بل نيک سپينږيری يا خوار کاريګر، نور نو هم سړي ويده وي او هم سپي. په عادي ورځو کې به چې سهار له لمر څېرې مخکې په دې لاره تلم، سپي به مې په خوب ويده ليدل، اما نن د اختر په دوهمه سپي ويښ و، دومره ډېر چې ترې ووېرېدم، په مستيو او ټوپونو وو. ښايي د اختر په غوښو ماړه او مست شوي وو؛ ځکه يې ټوپونه وهل او خپلو کې يې پټ پټوني کول.

دوکاندار نه مې له سلام وروسته د اختر په اړه وپوښتل، چې اختر يې څنګه روان دی.

– ياره مزه يې نشته.

– ولې؟ اختر دی کنه.

دوکاندار هم د خپل کلي د اختر ارمان درلود. وايي:

– اختر خو د کلي وي، خپل و بل او ملګري وي، دا څه اختر دی، د عادي ورځو په څېر سهار آذان دوکان خلاص کړم او د شپې دولس بجې يې بند کړم.

– دا هم ښه ده کنه، پيسې ګټې، حلالې پيسې. شکر باسه چې ژوند دې برابر دی او محتاج نه يې.

– خوار يو، پيسې له کومه شوې، ګراني ده او پيسې چې هر څومره ډېرې شي، خو چې اختر درباندې لکه د عادي ورځو تېرېږي، څه فايده؟

– بس الله مو دې شګرګزاره انسانان کړي.

دوکاندار مې په دعا آمين وويل، خو سر يې خلاص نه شو.

کورته پر لاره په دې سوچ کې ډوب شوم، چې ولې هر څوک په خپل ژوند خوشحاله نه دی، ولې آن د اختر ورځو کې هم سړی د خوښۍ احساس ونکړي، ولي له ژونده خوند اخيستل راته معما ده او فعلا الله تعالی راباندې لورولي نعمتونه مو له ياده وتلي دي.

په کوڅه کې مې بيا دوو سپو ته فکر شو، چې يو بل يې په سرک رغړول، له دوړو ډک سرک، هغه سپي چې ممکن سلامت کال يې غوښه نه وه ليدلې، خو نن يې په تشو شپېلل شويو هډوکو مستي او خوښۍ خپل اوج ته رسېدلې وه، خو انسانان، آن هغه انسانان چې د کبابونو په خوړلو يې ژامې ستړې شوې وې او سر و کال په نعمتونو کې وي، خپه او له خپل ژونده ناراضه وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx