افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د ارګ چارواکي د لویې جرګې په جوړولو د بین الافغاني مذاکراتو پروسه ځنډوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پاتې څلور سوه طالب بندیانو په اړه د تصمیم نیولو په موخه لویه جرګه رابولي، طالبان وایي، د ارګ چارواکي غواړي د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په موضوع عامه اذهان مشغول کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه وځنډوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د اوونۍ تبصره تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب  کې هغوی له خپل لوري د اختر په مناسبت د یو اړخیز اوربند اعلان او بیا د ښه نیت له مخې د زر تنو دولتي بندیانو خلاصول یاد کړي او وړاندې یې زیاته کړې، چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره په مسلسل ډول «صادقانه ګامونه» اخستي؛ خو کابل بیا د بېلابېلو پلمو په تراشلو سره غواړي، د یادو مذاکراتو بهیر ټکنی کړي.

مطلب کې وړاندې راغلي، چې لویه جرګه د افغانانو په تاریخ کې د سترو او اساسي موضوعاتو دحل لکه د زعامت ټاکل او یا هم له بهرني یرغل څخه د دفاع په موخه رابلل شوې، خو ددوی په خبره په وروستیو شلو کلونو کې ورڅخه ابزاري استفاده شوې «په تیرو شلو کلونو کې د کابل ادارې واکمنو چې هیڅ قانوني پشتوانه یې نه درلوده، بیا بیا یې هڅه کړې چې د لویې جرګې له عنوان څخه ابزاري استفاده وکړي، دوی هرځل د محدود شمیر دولتي منسوبینو او په اجوره راوستل شویو کسانو په مټ د جرګې تمثیل کړی چې له تبلیغاتي هنګامې پرته یې هیڅ اغیز او پایله نه ده درلودلې.»

د طالبانو د خپاره کړي مطلب په بنسټ، د ارګ چارواکي غوړي د لویې جرګې د جوړولو په موضوع عامه اذهان مغشوش کړي، د بین الافغاني مذاکراتو پروسه وځنډوي او په دې توګه د «اشغال بحران او تمدید ته لاره هواره کړي.»

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې ویل کېږي، د روانې زمري میاشتې په اوولسمه مشورتي لویه جرګه په کابل کې رابلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

GORA GORA WAYA, KHOLAH BA DE KHOGA WE

Hey Taliban, trust me they are deceiving you in this peace process. It is not working at all.
They are giving you few chocolate chip cookies and you Taliban feel happy

جمیل

د دی بیهمتو غلامانو دومره واک د څه و چی د خپل بادار د سوی توافق څخه سرغړونه وکړی ، دوی خو لکه د وړو ناوکیانی او یا د سترنج دانی .
سناریو ټوله د CIA ده .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x