افغانستان

سر له سبا د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې په حضوري ډول درسونه پیلېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د کابینې د تازه پرېکړې له مخې سبا ورځ «چهارشنبه» په هیواد کې د کرونا ویروس له امله تړل شوو پوهنتونونو کې  په حضوري ډول درسونه پیلېږي.

د کابل حکومت د مشر ویاند «صدیق صدیقي» نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له نن وروسته به د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې زده کړې په حضوري ډول پیلېږي؛ خو ښوونځي به لا هم تړلي پاتې وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روغتیا وزارت د اصولو په پام کې نیولو په شرط کابینې د هیواد ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته اجازه ورکړه، چې په حضوري ډول درسونه پیل کړي.

د صدیقي په خبره، د ښوونځیو د پرانستل کېدو لپاره د پوهنې وزارت طرحه د کابینې له لوري تایید نشوه او له یاد وزارت وغوښتل شول، چې په همدې تړاو بله طرحه ترتیب او کابینې ته وړاندې کړي.

په ورته وخت کې روغتیا وزارت بیا په ابتدایي ټولګیو کې د حضوري درسونو پیل خطرناک بولي او غوښتنه لري، چې که ښوونځي پرانستل کېږي، نو لومړی باید لوړ ټولګي خلاص شي؛ ځکه ددوی په خبره، ماشومان اجتماعي فاصله او روغتیايي اصول نشي مراعاتولای.

یاده دې وي، چې د چنګاښ د میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه کابینې پرېکړه کړې وه، که په هیواد کې د کرونا پېښې زیاتې نشوې، د زمري په پنځلسمه به د درسونو د حضوري پیلېدو اجازه  ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx