افغانستان

«ننګرهار زندان باندې د برید په مهال د داعش زندانیان د مسلمیار په همکارۍ ویستل شوي »

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ زمري، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت پر مرکزي محبس باندې د وسله والو د برید له امله سلګونه زندانیان تښتېدلي، چې زیاتره یې د داعش ډلې غړي دي، او ویل کېږي چې د مشرانو جرګې د مشر «فضل هادي مسلمیار» په همکارۍ په چپرهار ولسوالۍ کې ساتل کېږي.

امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې د وسله والو د برید په پایله کې دوه سوه بندیان تښتېدلي، چې د داعش او طالبانو غړي پکې شامل دي؛ خو د طلوع نیوز موندنې بیا ښيي، چې په یاد زندان کې یو زر او اته سوه بندیان ساتل کېدل، چې د برید په مهال یې ۴۸۰تنه تښتېدلي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د  ننګرهار استازی «عبدالرووف  شپون» وایي « د زندان هغه بلاک چې د داعش ډلې جنګیالي پکې ساتل کېدل، په بشپړ ډول خالي شوی او هغه کسان چې اصل هدف وو ټول تښتېدلي.»

د ننګرهار پر مرکزي محبس باندې برید چې وړمه ورځ ماښام مهال پیل شو، او نږدې شپاړلس ساعته شاوخوا یې دوام وکړ؛ پړه يې داعش ډلې، چې کابل حکومت يې په ملاتړ تورنېږي؛ په غاړه واخسته.

د ننګرهار پر مرکزي محبس باندې برید بېلابېل غبرګونونه راوپارول او په اړه یې شکونه څرګند شول.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې  د داعش ډلې هغه جنګیالي چې د مسلمیار په همکارۍ له زندانه ویستل شوي اوس د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولت زو او چینو سیمه کې ساتل کېږي.

د سرچینې په خبره، د یادو داعشي جګړه مارانو ساتنه او څارنه د چپرهار ولسوال «صدیق مسلمیار» ته چې د فضل هادي مسلمیار ورور دی؛ ورله غاړې ده.

په ورته وخت کې مسلمیار بیا په نوموړي باندې لګېدلي تورونه ردوي او پر خپله فسبوک پاڼه باندې خپاره کړي وضاحت کې یې لیکلي، چې دا ډول څرګندونې د پاکستاني استخباراتي ادارې او دده د سیاسي مخالفینو له لوري کېږي.

د نوموړي په پوسټ باندې تر زرو زیاتو کسانو تبصرې کړې چې په زیاترو کې يې مسلمیار ښکنځل شوی او د داعش ډلې پلوی یاد شوی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

وایی د داعش بندیان د مسلمیار په همکاری ایستل سویدی ، مسلمیار پخپله د چا په همکاری او پیرزوینی ناست دی ، دا بیهمته به د داسی یو کار جرئت وکړی چی بادار یی نه وی خبر کړی او د هغه همکاری یی نه وی تر لاسه کړی او یا د هغه په امر یی دا کار نوی کړی ؟؟؟
ای د وحشی اشغالګرو بیهمته مړسترګی غلامانو ! ستاسو ټوله منافقت او رذالت زمونږ موئمن او عقلمن ولس ته ورمعلوم دی .
پوه سی چی وخت مو لږ پاته دی انشاءالله .
ولعذاب الاخرة اکبر

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx