نړۍ

لبنان کې زورورې چاودنې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي او شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۳۹۹ل): د لبنان په پلازمینه بیروت کې درنې چاودنې دغه ښار لړوزولی چې له کبله یې ۵۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ټپيان شوي دي.

د لبنان چارواکي وایي، د پلازمینې بیروت په ساحلي سیمه کې یوې خورا زورورې چاودنې دغه ښار لړزولی چې له کبله یې په پراخه کچه ورانی او ویجاړی شوی او ګڼ کسان ټپيان دي.

چارواکي زیاتوي چې د چاودنې علت معلوم نه دی، خو غږ یې تر څو کیلو متره لرې اوریدل شوی، ویل کیږي په چاودنه کې سخت چاودیدونکي مواد کارول شوي دي.

ویل کیږي په چاودنه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او ۲۷۵۰ تنه ټپيان دي، چې د ځینو حالت نازک ښودل کیږي. چاودنه تر دې اندازې زوروره وه چې شاوخوا یې سلګونه ودانۍ نړولي دي.

د لبنان روغتیا وزیر حمد حسن د یوه روغتون د لیدنې پرمهال خبریالانو ته وویل؛ دا په تمامه معنا ناورین دی، د نوموړي په وینا د پلازمینې بیروت روغتونونه له ټپيانو ډک شوي او غوښتنه یې کړې چې کوچني ټپیان نورو روغتونونو ته واستوي.

دغه راز د لبنان د کورنیو چارو وزیر او د عامه امنیت مشر ویلي، داسې بریښي چې چاودنه د هغو وسلو په ګوداک کې شوې چې څو کاله وړاندې نیول شوې وې، خو په وینا یې د پېښې کره لامل نه دی معلوم او پلټنې روانې دي.

بل لوري ته ځینې رسنۍ په غیر رسمي توګه د ناتائید شوي راپورونو پر اساس وایي چې چاودنه آن د اتومي موادو په چاودلو رامنځته شوې، ځینې نورې رسنۍ ادعا کوي چې ښایي اسرائیل یا هم امریکا دا برید ترسره کړی وي.

د لبنان ولسمشر میشال عون د عالي دفاع شورا بیړنۍ ناسته راغوښتې، په داسې حال کې چې لومړي وزیر حسن دیب د چاودنې قربانیانو په پار د چهارشنبې ورځ د ملي ماتم ورځ اعلان کړه.

عیني شاهدان وایي چاودنه دومره زوروره وه چې د خلکو غوږونه یې کڼول، یو عیني شاهد وایي: «څه چې په چاودنه کې وشول د جاپان د هیروشیما ناورین ته ورته وو».

https://twitter.com/AJEnglish/status/1290734919187136513?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x