شعـــــرونه

دې خلکو باندې څۀ وشوه؟ سرداره پيغمبره!/ ريحان

شفاعت ريحان

دې خلکو باندې څۀ وشوه؟ سرداره پيغمبره!
دعوې د نبوت کوي بې خاره پيغمبره!

چټي دوزخ ګټي د ځان لپاره پيغمبره!
وړي برخه دي د سترګو له ازاره پيغمبره!

زامن شي د مُسَيْلَمَةُ الْکَذّّابْ، ګستاخان شي
ترې ورکه شي تر خدایه تللې لاره پيغمبره!

چې روغ وي او بيا دغسې دعوې کوي، مرتد دی
بې مرګه بله هيڅ نۀ لري چاره پيغمبره!

دا ستا د قدم خاورې دي ګوهر له دوی نه غوره
قربان د ابوبکر سپينه ياره! پيغمبره!

چې زړونه د الحاد د بچو پړک سينو کې وَچْوي
موږ خود وایو په تا درود وار له واره پيغمبره!

که ستا په ننګ شهيد شو شفاعت نو بيا په حشر
غړۍ به هسکه وړي له افتخاره پيغمبره!

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx