شعـــــرونه

ځوانان لګياه دي؛ د پرديو تقليدونه کوي/ امرخېل

احمد ضياء امرخیل

ځوانان لګياه دي؛ د پرديو تقليدونه کوي

غيرت ترې تللی دی د ښځو فيشنونه کوي

د عقيدې لهٔ لحاظ دومره دوی ضعيفه دي چې
خپل دود ېې پريښی دی؛ د نورو رواجونه کوي

ږيره کې خط، ويښتو کې خط، غاړه او لاس کې ېې بند
ورته حیران یم د پردېو عادتونه کوي

پهٔ نظامي ډګر کې ماته شوه کفري نړۍ خو
فکري جګړه لا هم پهٔ موږ باندې بريدونه کوي

ځوانانو وېښ شئ! د غفلت خوبونه مه کوئ نور
کفار زمونږه عقيدو باندې کارونه کوي

د امرخېل پهٔ وس څهٔ نشته؛ خو يوازې دومره
خپلو شعرونو کې مدام نصیحتونه کوي

احمدضيأ امرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx