ټولنیزه برخه

شيطان په څه ډول د مسلمان پر زړه يرغل کوي؟

نصير تکل

شيخ وحيد عبدالسلام بالي وايي: شيطان هغه زړه ته په آسانۍ سره داخليږي چې له ذکر، يقين، تقوا، ايمان، او اخلاص نه خالي وي.

داسې زړونو ته وسوسې اچوي او ولکه پرې ترلاسه کوي؛ خو کوم زړه چې په ذکر، يقين، ايمان او تقوى سره آباد وي شيطان نشي ورننوتلى.
تر ټولو لوى مصيبت دادى چې کله شيطان زړه ته داخل شي، بيا ورسره مقابله کول ګران شي او ددې مثال داسې دي لکه وږى سپى چې د يوه سړي تر څنګ  تيريږي او له هغه سره غوښه هم وي او هغه سړى سپى شړي؛ مګر سپى نه ځي او کله چې غوښه د سپى له مخې نه لرې شي، سپى نهيلى کيږي او په خپله مخه ځي، او همدا د شيطان مثال هم دى.

په همدې توګه د کوم سړي زړه چې له شهوتونو ډک وي، ورته پکار ده چې خپل زړه ترې پاک او په تقوا سره يې اباد کړي او کله چې اعوذ بالله وايي شيطان به ترې تښتي.

له دې نه دا خبره معلومه شوه چې له شيطان نه يوازې په هغه صورت کې پناه تر لاسه کېداى شي چې په زړه کې تقوا موجوده وي.

اوس پوښتنه داده چې شيطاني وسوسې په څه ډول له منځه وړل کيداى شي؟

که داسې وي چې د يو چا زړه له غلطو فکرونه سره مينه لري؛ نو ورته په کار ده چې د وعظ، نصيحت او بيان له لارې يې علاج وکړي، مرګ ور په ياد کړي، د قبر له عذاب يې وډار کړي او د آخرت د ورځې سختۍ ور په ياد کړي.

شيخ عمر سليمان رحمه الله وايي: يو نا فرمان سړى څرنګه کولاى شي چې دالله تعالى لورته متوجه شي؟ نو ځواب دادى چې هر وخت بايد د مرګ، قبر، جنت او دوزخ يادونه وکړي او په دې توګه به يې له دنيا سره مينه کمه او د آخرت ته به متوجه شي.

(وقاية الانسان من الجن والشيطان)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx