افغانستان

پارلمان: د مشورتي لویې جرګې رابلل د قانون خلاف ګام دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل):  په داسې حال کې چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پاتې څلور سوه طالب زندانیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه د تصمیم نیولو په پلمه د لویې جرګې رابللو هوډ کړی؛ د ولسي جرګې مشر د نوموړي له دې ګام سره مخالفت کړی او د یادې جرګې رابلل يې غیرقانوني کار بللی.

هشت صبح ورځپاڼې د ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر د اعلامیې په بنسټ لیکلي، چې د مشورتي لویې جرګې په تړاو د اشرف غني او پارلمان  د پلاوي تر منځ اوږد بحث «بې پایلې» پای ته ورسېد او غني له ولسي جرګې سره د ورته جرګو په رابللو ټينګار کاوه.

خبرپاڼه کې وړاندې د پارلمان د رییس «میر رحمان رحماني» له قوله لیکل شوي «په داسې حال کې چې د ولس واقعي استازي د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې شتون لري، د هر ډول مشورتي لویې جرګې رابلل غیر قانوني کار دی.»

تېره ورځ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د ولسي جرګې له رییس او اداري پلاوي سره لیدنه د مشورتي لویې جرګې په تړاو مشورتي ناسته وکړه.

له ارګ څخه ددې لیدنې په تړاو خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې وه، چې د ولسي جرګې پلاوي له مشورتي لویې جرګې ملاتړ کړی او په دې برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ولسي جرګې او اشرف غني تر منځ د مشورتي لویې جرګې د رابللو له امله مخالفت داسې مهال دی، چې ویل کېږي د روانې زمري میاشتې په اووه لسمه نېټه په کابل کې لویه جرګه رابلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx