ټولنیزه برخه

د یو پلار له درده ډک وصیت

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

یو پلار خپل ځوی ته په وینا کې داسې وړانديز وکړ چې زړونه لړزوي او سترګې ژړوي !

ګرانه ځویه !
یوه ورځ به ته ووینې چې زه به سپین ږیری ( زوړ) شم ، زما احساسات به سم چلند نه کوي:
نو مهرباني وکړه د پوهېدلو لپاره یو څه وخت او یو څه حوصله راکړه !

ګرانه ځویه!
هغه وخت چې زما لاس رپیږي ( لړزیږي) خواړه مې په سینه را بهیږي، او هغه وخت چې زه د خپلو جامو أغوستلو توان نلرم:
نو هغه وخت له یو څه صبر کار راسره واخله ، دا هم په یاد ولره ، پخوا به ما تاته هغه څه درښودل چې نن ورځ یې زه نشم تر سره کولای.

ګرانه ځویه!
که چېرې مې ستا سره په مکرر ډول پخپلو یادښتونو خبرې وکړې ، مه خپه کېږه مه ستړی کېږه !
ما هم ستا لپاره ډېرۍ خبرې او قېصې په مکرر ډول ویلي ، ترڅو تا خوشحال وساتم ، تا تل په ماشومتوب کې په مکرر ډول زما څخه د یوې خبرې د آورېدو غوښتنه کړي!
بښنه غواړم ، اوس زما د خبرو پرېکولو هڅه مکوه.

ګرانه ځویه!
که نن ورځ زه ښکلی نه ښکارم ، او ښکلی بوی نه راڅخه ځي ، نو ما مه ملامتوۍ!
په یاد ولره! ستا په وړکتوب کې ما تل ستا د ښایست او خوشبویه کولو هڅه کړي ده.

ګرانه ځویه!
څه وخت چې زما څخه دې کومه ناپوهي وليده ، او یا دې ددې نسل په چارو کې زما د پوهې نشتوالی ولید ، پر ما مه خانده!
بلکه ته زما سترګې زما ذهن و اوسه ، ترڅو هغه څه ترلاسه کړم چې نن مې له لاسه ور کړي.

زه هغه څوک یم چې تاته مې د ټولنې آدب درښودلی ، زه هغه څوک یم چې تاته مې وښودل چې ژوند څنګه کیږي ، نن به ته ماته زدکړه راکوې ، پر هغه چې څه وکړم او څه ونکړم.

ګرانه ځویه!
زما د حافظې له کمزورتیا او په خبرو کې له ورو ورو الفاظو ستړی نه شې!
ستا سره په خبرو کولو کې زما خوشبختي داده چې فقط زه ستا په خوا کې ووم ، زما سره دومره مرسته وکړه ، هغه څه چې زه ورته أړتیا لرم راکړه ، زه لا په دې پوهېږم چې څه ته مې أړتیاده او څه غواړم.

ګرانه ځویه!
هغه وخت چې زما پښې هغه ځای ته چې زړه مې غواړي په تلو کې زما مرسته نکوي ، دغه وخت راسره مهربان شه!
په یاد ولره چې ته مې ډېر ترلاس نېولی یې ترڅو وکولای شې ولاړ شې تلل زده کړې.
نن ورځ زما دلاس په نیولو هیڅکله مه شرمېږه!
صباء به ته هم دداسې چا په لټه کې شې چې ستا لاس ونیسي.

ګرانه ځویه!
په دې هم ځان پوهه کړه ، هغه عمر چې زه اوس پکې قرار لرم ، ستا په پرتله د ژوند کولو أمید نلرم ، زه یواځې د مرګ شېبې څارم ، په دغه وخت کې زما سره اوسه پر ما مه راګرځه!
يه یاد ولره چې په دا صورت کې به ما تل ستا د اصلاح کوښښ کاوه.

ګرانه ځویه!
ترټولو ښه چې نن یې زما سره وکړې دادي ، چې زما غلطئ را وبښې ، پر ما پرده واچوې! الله تعالی دې ستا بښنه وکړي او ستا حیاء دې وساتي ، لکه د ماشومتوب هغه لا هم مې ستا خندا او مسکا د خوښۍ سبب ګرځي ، تر دې نور مې هم له خپل مجلس مه بې برخې کوه!

ګرانه ځویه!
هغه وخت چې ستا پیدایښت کېده زه ستا سره ووم ، نن زما د مرګ پر وخت ته هم راسره اوسه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx