افغانستان

طالبان: پکتیکا زندان کې عسکرو پر طالب بندیانو «وحشیانه» حمله کړې/ویډيو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل):  طالبان وایي، د پکتیکا ولایت په مرکزي زندان کې عسکرو ددوی پر زندانیانو باندې برید کړی او سخت یې وهلي ډبولي.

طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» د پېښې په تړاو پر ټویټر لیکلي « تیره شپه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې په مرکزي زندان کې مزدورو عسکرو په مظلومو بندیانو وحشیانه حمله وکړه، بندیان یې سخت وهلي ډبولي او ګاز یې ورباندې شیندلی.»

د مجاهد له قوله، په دې برید کې ګڼ شمېر بندیان زخمیان او بې هوښه شوي.

که څه هم مجاهد د پېښې لامل نه دی په ډاګه کړی؛ خو دا برید داسې مهال دی چې طالبانو د «ښه نیت» له مخې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او له حکومت یې هم غوښتي، چې بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارېدو په موخه ددوی پنځه زره بندیان له لست سره سم خلاص کړي.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې طالب بندیان په زندانونو کې وهل،  ټکول او شکنجه کېږي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې په بیا، بیا رامنځته شوې او طالبانو یې له امله پر بشري بنسټونو غږ کړی چې مخه یې ونیسي؛ خو تر دې دمه د بشري حقونو بنسټونو په دې تړاو خاموشي اختیار کړې.

چارواکو لا په رسمي ډول د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx