افغانستان

د نورستان په والي وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (چهاشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل):  امنیتي چارواکي وايي، د نورستان د والي عبدالغفور ملکزي په موټریز کاروان وسله وال برید شوی، چې هغه ورڅخه روغ وتلی؛ خو ۳ ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان نن د چهارشنبې په ورځ(۱۵ زمري) پژواک خبري آژانس ته ویلي، چې دا پېښه تېر ماښام اووه بجې ددې ولایت چپې درې ولسوالۍ په ګوسلک سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د نورستان د والي پر موټریز کاروان وسله وال برید وشو.

نوموړی زیاتوي په دغه برید کې والي عبدالغفور ملکزي ته زیان نه دی اووښتی؛ خو دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د دهقان په خبره ملکزی له نورستان څخه کونړ ته روان ؤ، چې له یادې پېښې سره مخ شو.

بل لورته د نورستان ولایت یوې امنیتي  سرچینې د نوم نه ښکاره په شرط ویلي، چې په دغه برید کې د والي ۳ تنه ساتونکي ټپيان شوي دي.

تراوسه  ددې برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

باید وویل شي چې څه موده وړاندې د نورستان پر پخواني والي حافظ عبدالقیوم هم د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ په ماهیپر سیمه کې هم کمیني برید شوی ؤ، چې په پایله کې د هغه یو ساتونکی وژل شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

یکبار جستی دو بار جستی آخر بدستی .
اوس به دی هم خښتګ ډک کړی وی .
ډبل پمپرس تړه چی تر پایڅو دی راونوزی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x