طبي څېړنه: روژه د صحت لپاره ښه درملنه

نن ټکی اسيا: طبي کارپوهان وايي، چې روژه د انساني صحت لپاره تر ټولو اسانه او کاميابه درملنه ده او انساني بدن له خطرناکو ناروغيو ژغوري.

روژه او د شکرې (شوګر)ناروغي

ډاکتران وايي، چې روژه د انسان وينه کې د شکرې (شوګر) د زياتېدو مخنيوي کې ډېر بنسټيز رول لري.

د طب له نظره د انسان بدن کې د معدې شاته يو غده ده، چې توری يا “پينکرياز” ورته وايي. توری د انساني بدن د هاضمې سیستم کې مرسته کوي او انسولين کنټرول ساتي، مګر کله چې د خوراک اندازه زياته شي، نو توری ستړی شي او خپل کار پريږدي.

ډاکتران وايي، چې کله توری خپل کار پريږدي، نو د انسان د هاضمې سیستم خراب شي او وينه کې شکره لوړه شي او چې توری همداسې ستړی وکارول شي، چې د وخت په تېردو له فعاليته لويږي او انسان د هاضمې او لوړې شکرې په دايمې رنځ اخته کيږي.

له همدې امله طبي کارپوهان وايي، چې روژه د توري د ارام لپاره ښه مناسب وخت دی.

روژه او د وزن کموالی

روژه خامخا د انسان وزن کموي، په دې شرط، چې د روژه ماتي پر مهال خوراک او څښاک سره احتياط وشي.

د روژه ماتي پر مهال د کجورو پر خوراک ټینګار شوی؛ ځکه چې د کجورې خوږوالی بدن کې د لوږې احساس کموي او سړی ورسره تل د مړښت احساس کوي او په عين حال کې انساني بدن تقويه کوي، تر څو خپل فعاليتونه په اسانه پر مخ بوځي.
کم خوراک معده خالي ساتي او چې معده خالي وي، نو وزن په خپله کمېږي.

روژه او جلدي مرضونه

روژې سره وينه کې د اوبو اندازه کميږي او تر څنګ يې د اوبو نسبت په پوستکې کې هم کميږي. دې سره د پوستکي غوړ کميږي، د ميکروبونو مقابل کې يې مقاومت زیاتيږي.

روژې سره د بدن د پوستکي حساسيت او جلدي غوړ کميږي، نو سړی ورسره تر وتازه ښکاري.

روژه او د وينې غوټه کيدل

طبي کارپوهان وايي، چې روژه د وينې غوړ کموي او روژې سره د وينې کولسترول په طبعي شکل کميږي او کله چې د وينې غوړ کم وي نو د وينې شريانونو کې وينه نه غوټه کيږي.

د وينې غوټه کيدل د زړه او دماغي حملو لامل ګرځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د