دیني، سیرت او تاریخ

حیاء او پاک لمني(لومړۍ برخه)

لیکوال: مولانا ذوالفقار احمد نقشبندي

ژباړه: کریم الله زاهد

سریزه:
اسلام د فطرت دین دی او انسان ته داسي لاره ښیي چې دی کامیابۍ ته رسوي، بلکي په داسي اخلاقو یې ښایسته کوي چې دی پاک، باامنه او له سکونه ډک ژوند تیر کړي. حیاء د اسلام د تعلیمي بنیادي اخلاقو څخه یو مهم خُلق دی. په دین کې ددې اهمیت دومره زیات دی چې حتی رسول الله ﷺ د ایمان جز او برخه بللې او فرمايلي یې دي:
(الحياء من الإيمان) [متفق علیه] (حیاء د ایمان یوه حصه ده)
حیاء او ایمان داسي لازم او ملزوم دي چې که په چا کې ایمان وي په هغه کې خامخا حیاء هم وي او که په چا کې حیاء نه وي په هغه کې د ایمان کمی دی، ګویا حیاء د مؤمن لازمي صفت دی.

موږ نن د په اصطلاح ( روشنفکرۍ ) په داسي یوې تورې دورې کې ژوند کوو، په کومه کې چې انسان په عمومي توګه خپل دیني، روحاني او لطیف جذبات د خپل زړه د ویرانې خونې په یوې څنډې کې ایښي او د نفس پر آس سپور د مادیت پرستۍ پر طرف په ځغاسته دی. انسان د لذتونو او خواهشاتو ډک ژوند خپل اصلي هدف ګرځولی دی او د خپل خواهش پوره کول یې د خپل ژوند منزل بللی دی. دی ګومان کوي چې د نفس خواهش باید پوره شي خواه هر ډول چې وي.

جنسي خواهش؛ چې د انسان د نفسي خواهشاتو څخه یو لوی خواهش دی، د هغه د پوره کولو لپاره انسان داسي سرګردانه دی چې د شرم او حیاء له صفته یې لمن بلکل څنډلې او خالي کړې ده. د عریانۍ او فحاشۍ یو طوفان دی چې د کافرانو له ممالکو راپورته شوی او ټول مسلمان هیوادونه یې په بر کې نیولي دي. ټلویزون، وي سي آر، ویډیو سي ډیاني، ډیش، کیبل، انټرنیټ او نور هغه شیطاني ذرائع دي چې د کفر ثقافتي یرغل یې د مسلمانانو کور کور ته رسولی دی. د بې حیايۍ او اخلاق بایلنې دا ډول چاپیریال چې مخکي د باطل خاصه او صفت وو نن په مسلمانانو کې هم رواج شوی دی.

فسادِ قلب و نظر ہے فرنگ کی تہذیب
کہ رُوح اس مَدنِیّت کی رہ سکی نہ عفیف
رہے نہ رُوح میں پاکیزگی تو ہے ناپید
ضمیرِ پاک و خیالِ بلند و ذوقِ لطیف
(د زړه او نظر فساد د فرنګیانو ( اروپایانو) تهذیب دی، چې روح ددې مدنیت څخه باحیا نشي پاته کېدلی، دا مدنیت نه په روح کې پاکوالی پرېږدي، نه پکښې پاک ضمیر، لوړ خیال او لطیف ذوق موندل کېدای شي.)

د کافرانو د تهذیب او تمدن په اختیارولو او د هغوی د میډیا په کتلو کتلو زموږ نوی نسل د زرق وبرق او رومانس ( عشقبازۍ ) په یوې داسي دنیا کې لوېدلی دی چې خپل حقیقت یې ترې هیر کړی دی. مسلمان قوم هغه قوم دی چې نوي ځوانان یې یو وخت د الله تعالی د ذکر له خوند، د سجدو له لذت، د الله تعالی څخه د ویرې، د قیام اللیل (تهجد) له شوق او د علم له ذوق سره اشنا وه، په مخونو کې به یې د الله تعالی د عبادت او معرفت نور ځلېدی. نن د هغه قوم ځوانان د غزلچیانو له آوازونو او د رقاصو له څرخېدو سره آشنا دي، د ښایسته مخونو له ناز او نخرو سره یې سروکار دی.

کبھی اے نوجواں مسلم! تدبّر بھی کِیا تُو نے
وہ کیا گردُوں تھا تُو جس کا ہے اک ٹُوٹا ہوا تارا
(کله هم اې مسلمان ځوانه! تا فکر کړی دی؟
چې ته د کوم انقلاب مات شوی ستوری یې؟)

مخکي به په ادبي کتابونو کې د لیلا او مجنون په څېر یوه دوې واقعې د عبرت لپاره راوړل کېدلې، خو نن اکثره او زیات ځوانان چې له دننه راوسپړې نو مجنون راووزي او که د کومي نجلۍ زړه راوسپړې نو لیلا راووزي. هو، ځیني نیکبخته ځوانان چې د ښه صحبت او الله والاوو د ملاقات په وجه د زمانې له بدو لاسونو ساتل شوي دي لا تر اوسه هم موجود دي او دنیا له هغو څخه خالي شوې نه ده.

له کورونو څخه د نجونو د تښتېدو او د عاشقانو د بدو حالاتو کیسې هر ورځ زموږ تر غوږونو رارسیږي. په مخلوط تعلیمي مراکزو کې د هلکانو او نجونو ترمینځ خپرېدونکې عشقبازي او په ملي جشنونو کې د موسیقۍ او ډانس محفلونه زموږ د قوم عمومي اخلاقي وضعیت انعکاسوي. فقیر (لیکوال) ته د نړۍ ډیرو هیوادونو ته د سفر زمینه برابره شوې ده، هر ځای کې ډیر داسي ځوانان پیدا کیږي چې لوېدلي سترګي، اوښتي رنګونه او ځړېدلي مخونه یې ددوي د زړه افسانې بیانوي، هغه وخت نو فقیر ( لیکوال ) له ډیر تکلیف او افسوس سره دا فکر کوي چې کاشکي دوی کوم نصیحت کوونکی لرلی چې دوی یې پوه کړی وای یا یې کوم مسیحا لرلی چې دوی ته یې دوا ورکړې وای.

نشہ پلا کے گرانا تو سب کو آتا ہے
مزا تو تب ہے کہ گرتوں کو تھام لے ساقی
(ساقي! نشه ورکول او پر ځمکه غورځول خو د هر چا زده دي، خوند هغه وخت وي چې غورځېدونکي له لوېدو وژغوې )
دې ټولو حالاتو ته په کتو، فقیر ( لیکوال ) په زړه کې دا مناسبه وګڼل چې د ددې ټولنیزي خرابۍ د اصلاح لپاره د حیاء او پاک لمنۍ پر نازکي موضوع کوم کتاب ولیکل شي، خو د ځینو دعوتي او تبلیغي کارونو او د معهد الفقیر دیني مرکز د جوړوني او تعمیر مصروفیات ددې کار حائل وه.

تر دې چې که به فقیر ( لیکوال ) ته په وقفو کې لږ څه وخت په لاس ورتله، څه نا څه به یې په دې اړه لیکل، تر دې چې د دوو کلو په جریان کې دا کتاب بشپړ شو- الحمدلله ثم الحمدلله.

ددې کتاب له تألیف او لیکنې د فقیر ( لیکوال ) درې لوی اصلاحي هدفونه دي:
۱- د هغو ځوانانو اصلاح هدف دی چې د نفسي خواهشاتو له وجې د ډول ډول جنسي او بدو اخلاقي عاداتو ښکار دي او د لیونۍ ځوانۍ په شیطاني پنجو کې نښتي خپله پخپل لاس خپله ځواني بربادوي. دا خبره ضروري ده چې دوی ته ددوی د بدو کارونو انجام او نتیجه وویل شي او ددوی داخلي قوت او احساس ژوند کړای شي ترڅو د تباهۍ او بربادۍ لاره پرېږدي، پاک لمني خپل شعار وګرځوي او د باعفته او عصمته ژوند تېرولو لاره غوره کړي.

۲- ددې کتاب مخاطین په ډیری هغه عام خلک دي چې پخپله خو د اخلاقي بې لاریو ښکار نه دي خو په ټولنه کې د حیاء وژونکو افعالو د بدۍ په اړه بیخي بې احساسه او بې پروا دي. خپل شاوخوا ډیر څه ویني چې کیږي خو معمولي یې ګڼي، خپل اولادونه ویني چې په اخلاقي بدیو اخته او روږدي شوي دي، خو ( د ځوانۍ غوښتنه ) یې بولي او له نظره یې تېروي. ځیني خو خپله خپلو کورنو ته لکه ټلویزیون، ډیش، کېبل او نور شیطاني سامان آلات راوړي او دا ټول د بد ګڼلو پر ځای ( د وقت ضرورت ) ګڼي. نو دې وروڼو ته هم د تصویر اصلي رُخ ښکاره کول هدف دی تر څو دوی په ټولنه کې خپل مسؤولیت وپېژني، خپله هم له ګناهونو ځان وساتي او نوی نسل هم وژغوري.

۳- دا کتاب د طریقت د سالکینو او لارویانو لپاره لیکل شوی دی، د تصوف او سلوک ټول کوښښ د الله رب العزت د معرفت او نسبت د تر لاسه کولو لپاره وي. الله تعالی ډیر غیور او غیرتمن ذات دی، ځکه خو د غیرالله طرف ته لږ میلان هم سالک او لاروی د طریقت له لويي لارې لیري کوي او د اصول الی الله ( الله تعالی ته د رسېدو ) له منزله یې ډیر لیري غورځوي. ډیره کمه بدنظري دده د کلونو پر ذکر اذکار اوبه اړوي. لهذا ددې کتاب په وسیله سالکین ( د طریقت لارویان ) اګاه کول هدف دی، نو که هغوی د حقیقي محبوب حاصلول غواړي، باید د زړه ټولې هغه کرکۍ او دروازې بندي کړي له کومو چې ددوی زړونو ته د نامحرمو محبت داخلیږي. نو کله چې دوی د ډیر احتیاط ښکارندويي او مظاهره وکړي، په زړه کې به یې په ډیري آسانۍ سره د محبوب نورانیت وویني.
چشم بند و گوش بند و لب ببند
گر ندیدی نور حق بر من بخند
(سترګې، غوږونه او خوله له حرامو وتړه، که دي بیا د الله تعالی نور ونه لید پر ما وخانده)

فقیر په دې کتاب کې تر خپلې وسې کوښښ کړی چې د شیطاني قوتونو لخوا د بې حیایۍ د ترویج په خاطر حیاء سوځونکي تدابیر په ښکاره توګه بیان کړي تر څو د دردمن زړونو لرونکو حضراتو لپاره د هغو پېژندنه او د هغوی مخه نیول آسانه شي. دعا کوم چې الله تعالی د فقیر دې ګوډ مات کوښښ ته د قبولیت شرف وبښي او د اخرت لپاره یې صدقه جاریه وګرځوي.

و ما توفیقی الا بالله علیه توکلت و الیه انیب
دعا گو و دعا جو ( دعا ویونکی او دعا غوښتونکی )
فقیر ذوالفقار احمد نقشبندي مجددي
کان الله له عوضا عن کل شیء
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: د بدنظرۍ او بې حیایۍ په خلاف دا موضوع ډیره حساسه او ضروري ده چې ډیرو ځوانانو ته حتی حیاتي ارزښت ګرځېدلی، هیله ده نشر یې خپل مسؤلیت وګڼئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx