افغانستان

زابلی سناتور: خلیلزاد غني ته د امریکايي ملاتړ د سلبولو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د ارګ معتبرو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې زلمي خلیلزاد د سولې پروسې په وړاندې د خنډونو له کبله د کابل حکومت څخه د امریکايي ملاتړ د سلبولو په اړه اشرف غني ته خبرداری ورکړی دی.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازی زلمی زابلی د ارګ د معتبرو سرچینو په حواله وايي، په وروستۍ لیدنه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او کابل حکومت د مشر ډاکټر غني ترمنځ «سخت لفظي جنجال» رامنځ ته شوی دی.

زابلي دا څرګندونې په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کړي او زیاتوي چې خلیلزاد له اشرف غني څخه د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې، که چیرې غني دغه بندیان خوشې نه کړي، نو د امریکا حکومت به د کابل ادارې له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د سرچینې په  خبره خلیلزاد دغه راز د پراخو نظامي عملیاتو لپاره د طالبانو د آماده ګۍ خبره هم غني کړې ده: «د بله اړخه طالبانو د پراخه نظامی عملیاتو لپاره آماده ګی نیولی ده چه په هغه صورت کی به امریکا هیڅ ډول د افغان حکومت ملاتړ ونکړی»

سرچینې دغه راز د خلیلزاد له اړخه غني ته د مؤقتې ادارې جوړول د دوهم انتخاب په توګه د وړاندیز نه خبر ورکړی، د کومې له امله چې د ناستې فضاء کړکیچنه شوې او پرته له کومې پایلې پایته رسېدلې ده.

د سناتور زابلي په باور اشرف غني اوس هڅه کوي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د مؤقتې ادارې له تشکیل پرته او د امریکا په ملاتړ سره خپل حکومت موده پوره کړي؛ خو خلیلزاد له دغې طرحې سره موافقه نه ده ښودلې.

زابلي دغه راز ویلي، چې د اشرف غني لخوا د رابلل شوې جرګې د اهمیت څرګندولو په خاطر غني غواړي چې د طالب بندیانو د موضوع ترڅنګ د انکشافي پروګرام په نوم بله موضوع هم په اجنډا کې داخله کړي او د جرګې له اعضاوو به د یاد پروګرام د ملاتړ غوښتنه وکړي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په پلمه په داسې حال کې د لویې جرګې رابللو تابیا نیسي، چې د حکومت ګڼو چارواکو، سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو او آن د حکومت لخوا انتساب شوې ولسي جرګې هم د لویې جرګې رابلل غیر قانوني بللي او مخالفت یې ورسره څرګند کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx