ټکنالوژي

د نړۍ تر ټولو ارزانه فایف جي ځیرک موبایل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۳۹۹ل): چینایي شرکت «ریل مي» پر پنځم نسل فایف جي (5G) ټکنالوژي سمبال د نړۍ تر ټولو ارازنه ځیرک موبایل وړاندې کړی دی.

د فایف جي ټکنالوژي تر دې دمه په محدودو هېوادونو کې پېل شوې چې د موبایل شرکتونه ددې شبکې وړتیا لرونکي موبایلونه د وړاندې کولو کوښښ کوي.

دا ددې شرکت د V سیریز لومړی موبایل دی په کوم کې چې میډیا ټیک ۷ N-M ډیمنسټي ۷۲۹ پراسیسر ځای پرځای شوی، دغه راز دوه کورټیکس ورکړل شوي چې کورټیکس ای ۷۶ او کورټيکس ای ۵۵ دي.

ددې سربېره دغه موبایل د ۶ جي بي ریم سره ۱۲۸ جي داخلي حافظه لري چې په میموري کارت سره یې زیاتېدلی شي.

د موبایل تر شا څلور کامرې ورکړل شوي دي، چې لومړۍ منځنۍ کامره یې ۴۸ میګا پېکسله ده چې ورسره ۸ میګا پېکسله د پراخې زاویې ۱۱۹ درجې سره ورکړل شوې، د کامرې د لا پیاوړتیا لپاره یې د پورټریټ مود هم ورځای کړی دی.

مخې خوا ته یې د سیلفي ۱۶ میګا پېکسله کامره ورکړل شوې، د ګوتې کولپ (فینګر پرنټ) یې څنګ ته ورکړل شوی چې د بندیدو (Power button) تڼۍ کار هم ترې اخیستل کیږي.

د Realme V5 موبایل د ۵۰۰۰ ملي امپیره mAh سترې بیترۍ سره د ۳۰ واټه چټک چارجر وړتیا هم لري، چې کولی شي موبایل له صفر څخه تر ۱۰۰ سلنه یوازې په یو ساعت (۶۵ دقیقو) کې چارج کړي.

دغه موبایل د فایف جي (5G) او LTE ملاتړ لري، ال ټي اي ددې لپاره تر څو چارج زیات ونه وهل شي، په داسې حال کې چې د SA او NSA په دواړو شبکو کې کار کوي.

ریل مي وي ۵ تر دې دمه په فایف جي ټکنالوژۍ سمبال تر ټولو ارازانه ځيرک موبایل دی.

سربېره پر دې د ریل مي وي ۵ موبایل د اخیستلو څو ساده وجوهات لري، د پنځم نسل (5G) شبکه لري، ستره بیترۍ لري او د نورو موبایلونو په پرتله کمه بیه لري.

د ۶ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکی موبایل ۲۱۵ امریکایي ډالره، او د ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې والا موبایل بیه ۲۷۰ امریکایي ډالره ښودل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx