افغانستان

د لسګونو دولتي چارواکو او وکیلانو معاشات او امتیازات ځنډول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د چارو اداره وايي، چې د شخصي شتمنیو د نه ثبتولو په وجه یې د ۱۹۷ لوړ پوړو دولتي چارواکو او وکیلانو معاشات او امتیازات ځنډولي دي.

د چارو په اداره کې د شتمنیو د ثبت د څانګې مسئول عبدالودود بشریار پرون د سه شنبې په ورځ(زمري ۱۴مه) یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال وویل، چې په دې کسانو کې دوه برحاله وزیران، د ولسي جرګې ۱۷۲ وکیلان، د مشرانو جرګې ۱۲ سناتوران، څلور والیان او شپږ مرستیالان شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، د پرله پسې اعلاناتو سربیره یادو کسانو تر ټاکلې نیټې خپلې شتمنۍ نه وې ثبت کړې، ځکه خو د زمري له ۱۶ مې نیټې څخه یې ټول امتیازات او معاشات ځنډول کیږي.

په دغه ناسته کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې ادارې استازي احمد جواد دادبان وویل، چې په تیرو دوو  کلونو کې د شتمنیو د ثبت برخه کې مثبتې لاسته راوړنې لري او ډیری چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړي دي.

دادبان زیاته کړه، د دولتي چارواکو او کار کوونکو د شتمنیو د ثبت مقرره تیاره شوې  او ډیر ژر به د تصویب لپاره واستول شي.

د هغه په خبره د شتمنیو ثبتول د ښې حکومتولۍ او فساد سره د مبارزې لپاره مهم ګام دی.

اداري فساد او اختلاس هغه ننګونې دي، چې په لویه کچه حکومتي چارواکي په کې ښکېل دي او له امله یې بهرنۍ مرستندویان هم افغانستان سره د مرستو په کولو کې د زړه نا زړه توب ښکار شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x