روغتیا

د کرونا ضد د یوه بل واکسین ازموینه په بیزوګانو بریالۍ ثابته شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۳۹۹ل): مشهور امریکایي شرکت جانس اینډ جانسن هم د کرونا مخنیوي لپاره هلې ځلې پېل کړي چې اوس یې د یوه نوي واکسین ازموینه په بیزوګانو ترسره کړې او په وینا یې کامیابه ثابته شوې ده.

د نیچر روغتیایي ژورنال په وینا ددې واکسین پر بیزوګانو د شوي څيړنې په پایله کې ویل شوي، څيړونکو موندلې ددې په کارولو سره د بیزوګانو په یوې ډلې د نوي ویروس مخنیوی شوی دی.

د واکسین ازموینې پرمهال بیزوګانو سره داسې نورې بیزوګانې هم په قصدي ډول اغیزمنې کړل شوې چې واکسین نه وو ورکړل شوي. پایلو وښودله چې دغه بیزوګان په ویروس نه وو اخته شوي او په هغه نورو کې د کوویډ-۱۹ تشخیص شوی و.

له دې وړاندې د امریکا یوه بل شرکت «موډرینا» هم د کرونا واکسین ازموینې لپاره دغه ډول ستراتیژي غوره کړې وه چې پایلې یې هیله بښونکې ثابتې شوې وې.

د جانسن اینډ جانسن شرکت وایي دې واکسینو ته د نورو په پرتله د (ایډ ۲۶) نوم ورکړل شوی دی، او ددې د دوو خوراکونو پرځای یو خوراک هم اغیزمن ثابتېدلی شي.

د څیړونکو په وینا په بیزوګانو کې د واکسین یو خوراک استعمال هم د ویروس ختمولو او د انټي باډي ضد لامل شوی دی.

دوی زیاتوي چې په دې معلوماتو سره به د ازموینې په پړاو کې په اساسي کار کې مرسته ترلاسه شي. ددې واکسین پر انسانانو د ازموینې لومړنی پړاو په امریکا او بیلجیم کې روانه اونۍ پېل کیږي.

د شرکت په وینا که هر څه د پلان سره سم بریالي شول د واکسین ازموینې دریم او مهم پړاو به په سپتمبر میاشت کې پېل شي، چې ددې واکسین لپاره به تر ټولو ستر او مهم پړاو وي.

جانسن اینډ جانسن د امریکا یو له هغو شرکتونو څخه دی چې د واکسین چمتو کولو لپاره ورته د امریکا حکومت لخوا مالي مرستې ورکول کیږي.

که څه هم اوسمهال د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین ازموینې له دریم او مهم پړاو څخه تیریږی، خو پوهان وایي چې په نړۍ کې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره له یو څخه زیاتو اغیزمنو واکسینو ته اړتیا لیدل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x