افغانستان

بلخ کې د ماین چاودنې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله اوو پولیسو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل نن د چهارشنبې په ورځ (۱۵ زمري) پژواک خبري آژانس ته ویلي، دا پېښه تیره ورځ د بلخ ولسوالۍ علم خیلو سیمه کې د مزارـ شبرغان پر لویه لار هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د دولتي عسکرو د  ګزمې پر هاموې ټانګ د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې هاموې ټانګ ویجاړ شوی، ۵ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې له چاودنې وروسته طالبانو د لویې لارې پر پوستې وسله وال برید هم کړی چې په خبره یې برید په شا تمبول شوی او طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

طالبانو تراوسه ددې پېښې په تړاو څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx