افغانستان

افغانستان کې له بنده خلاص شوي دوه هندي اتباع هیواد ته ستانه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه دوه هندي اتباع چې پنځه ورځې وړاندې د جولای میاشتې په ۳۱ مه نېته افغانستان کې له بنده خلاص شوي وو؛ خپل هیواد ته ستانه شوي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تازه خلاص شوي هندي بندیان د هغو اووه تنو انجینرانو په ډله کې وو، چې دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۸ کال په می میاشت کې افغانستان کې تښتول شوی وو.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د یادو بندیانو له ډلې یې اوس شپږ تنه خلاص شوي.

هند که څه هم نه دي ویلي چې اتباع یې د چا له لوري تښتول شوي او د څه په بدل کې خلاص شوي؛ خو له کابل حکومت یې مننه کړې، چې د بندیانو د خلاصون په مهال یې د هغوی امنیت نیولی.

ویل کېږي یادو هندي انجینرانو د برق په یوه پروژه کار کاوه چې په بغلان ولایت کې وتښتول شول.

تر دې وړاندې يې څلور تنه خلاص شوي؛ خو د یوه هندي بندي په اړه لا هم معلومات نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx