افغانستان

لبنان کې د تیرې شپې چاودنې له امله ډاکټر غني «ژوره» خواشیني څرګنده کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني د لبنان پلازمینه بیروت کې د تیرې شپې خونړۍ چاودنې له امله د «ژورې» خواشینۍ څرګندونه کړې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر غني د بیروت چاودنې څخه په خبر ترلاسه کولو «سخت اندېښمن» شوی او هیله یې ښکاره کړې چې د لبنان حکومت او خلک به وکولای شي چې دغه «سخت او غمجن» حالت په ښه توګه مدیریت او ورڅخه ووځي.

پرون ماښام(سه شنبه، ۱۴ زمري) د لبنان پلازمینه بیروت په مرفأ بندر کې د «ضبط» شوو وسلو او مهماتو په یوه زیرمه کې د سترې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي، ۴۰۰۰ نور ټپیان او ګڼ شمېر نور بې درکه دي.

ددې سترې چاودنې پایله کې(چې آواز یې تر ۲۴۰ کیلومتره پورې اورېدل شوی) د پلازمینې بیروت شاوخوا ۱۵ کیلومتره سیمه زیانمنه کړې ده.

کندهار میشتي فعالان د ډاکټر غني لخوا د لبنان په چاودنې د خواشینۍ ښکارولو په غبرګون کې د اعتراض په دود وايي، د لوی اختر په شپه د بولدک او کندهار روغتونونه د پاکستاني پوځیانو په ډزو د ټپي شوو مسافرو او ملکیانو څخه ډک وو؛ خو غني نه یوازې داچې مرستندویه روغتیايي ټیمونه ور ونه لیږل، بلکې په دغه پېښه یې د خواشینۍ یو ټویټ هم ونه کړ او نه یې هم د اختر لمانځه نه وروسته وینا کې دغې مسئلې ته اشاره وکړه.

مګر نن یې د خپلې میرمنې لبناني الأصله رولا غني د طبیعت ساتلو لپاره د لبنان په پېښه سمدستي د «ژورې خواشینۍ» رسمي اعلامیه خپره کړه، چې ددوی په خبره دا توپیري چلن ورته د منلو نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

څوک چی دی بی لکی خره اشرف په خرتوب سترګی پټوی دی دغو په خرتوب همه شک ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x