کابل کې ټپي شوی استراليايي عسکر ومړ

نن ټکی اسيا: تېره شپه د استراليا د ځانګړو قواوو يو عسکر، چې په يوه مرموزه پېښه کې ټپي شوی و، چې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. د ايساف لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل کې د ايساف يو عسکر په غير نظامي پېښه کې ټپي شوی و او د ټپونو له امله يې روغتون کې ساه ورکړه.

سرچينې وايي، چې نوموړی استراليايي عسکر د کابل په يوه ودانۍ کې په مرموز ډول ټپي شوی او تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د ټپي کېدو لامل يې څه و. د استراليا دفاع وزارت کابل کې د خپل عسکر مړينه تاييد کړې ده.

د استراليا دفاع وزير مارک بینسيکن وايي، چې د دوی يو عسکر پلازمېنه کابل کې په يوه غير نظامي پېښه کې ټپي شوی و، چې نن چهار شنبه د خپلو ټپونو له امله ومړ.

د استراليا دفاع وزارت له قوله د ايساف تر ماموريت لاندې ۲۰۰۱ م کال راهيسې افغانستان کې د استراليا شپږ سوو عسکرو ماموريت تر سره کړی او تر اوسه يې ۴۱ سرتيري وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د