افغانستان

بغلان کې د ولایتي شورا د پخواني مرستیال ۱۲ ساتونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د بغلان د ولایتي شورا د پخواني مرستیال په موټریز کاروان د طالبانو کمیني برید کې ۱۲ امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ(۱۵ زمري) له غرمې وړاندې د بغلان ـ سمنګان پر لویې لارې د چشمۀ شیر سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ولایتي شورا د پخواني مرستیال محبوب الله غفاري موټریز کاروان د طالبانو په کمیني برید کې را ایسار شو.

محبوب الله غفاري د امر الله صالح سره

محبوب الله غفاري چې د بغلان د ولایتي شورا پخوانی وکیل او د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون خوځښت ګوند غړی دی، رسنیو ته ویلي، له بغلان څخه بلخ ولایت ته پر لاره ؤ، چې د چشمۀ شیر سیمه کې یې لومړی په یو هایلکس ډوله موټر بمي چاودنه وشوه، ورپسې طالبانو ډزې ورباندې پیل کړې.

غفاري تازه د حیرتان بندر د ګمرک مشر ټاکل شوی، نوموړی د خپلې نوي دندې د تسلیمۍ په خطر سیمې ته پر لاره وو.

د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي، که څه هم په دغه کمیني برید کې دی په خپله بچ دی؛ خو ۱۲ ساتونکي یې وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x