افغانستان

معصوم ستانکزی: د سولې مشورتي جرګې رابلل د سولې پروسې نتیجې ته رسول دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د سولې مشورتي جرګې د جوړولو د کمیسیون مشر معصوم ستانکزی وايي، ددې جرګې له رابللو څخه یې موخه د سولې پروسې پایلې ته رسول دي.

ستانکزي چې نن د چهارشنبې په ورځ (۱۵ زمري) یې په دې هکله رابلل شوې خبري ناستې ته وینا کوله وویل، د ۴۰۰ طالب بندیانو پنځه کیټګوري «اعدامیان، قاتلین، اختطافچیان/ د مخدره توکو قاچیان، اداري او مالي فساد کوونکي» کسان موجود دي، چې په ځینو کې یې اشرف غني محدود واک لري او ځینو کې بیخي واک نه لري.

نوموړي ددې جرګې د رابللو یوه موخه د طالبانو هغه اعتراض جوابول دي، چې په خبره یې د کابل حکومت ولسي ملاتړ نه لري او د خلکو اراده نه تمثیلوي، او داچې طالبانو حکومت د جګړې په اوږدولو تورن کړی، ستانکزي ویلي، چې د جرګې یوه موخه داهم ده چې د سولې پروسه یوې پایلې ته ورسوي، ځکه په خبره یې د سولې پروسه د هر افغان ملکیت دی او باید چې خپل غږ او مشوره په کې شریکه کړي.

په دغه خبري ناسته کې ستانکزي د غني لخوا رابلل شوې «مشورتي جرګه» د سولې په اړه د ملي اجماع را منځ ته کولو لپاره اړینه بللې او د جرګې ګډونوال یې د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ټاکلو مسئولین یاد کړي دي.

ستانکزي ددې ترڅنګ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هغه ادعاوې هم رد کړي، چې ګواکې په پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو کې بهرني اتباع شتون لري، بلکې د حکومت پخوانۍ ادعاوې یې یوه اشتباه بللې چې اوس یې څېړنه کیږي.

د سولې مشورتي جرګې په هکله جوړې شوې خبري ناسته کې معصوم ستانکزي یادونه کړې، چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې لاسلیک شوي تړون کې مشخصات نه دي ذکر شوي، بلکې یوازې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون خبره شوې، چې د هغه په باور حکومت اوس ۵۱۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

د خبري ناستې په پای کې ستانکزي یوځل بیا وویل چې د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون په هکله وروستۍ پرېکړه به د سولې مشورتي جرګه کوي او حکومت یې په عملي کولو مکلف دی.

د کابل حکومت مشر اشرف غني د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په پلمه په داسې حال کې د لویې جرګې رابللو تابیا نیسي، چې د حکومت ګڼو چارواکو، سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو او آن د حکومت لخوا انتساب شوې ولسي جرګې هم د لویې جرګې رابلل غیر قانوني بللي او مخالفت یې ورسره څرګند کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

اعدامیان بیا کوم جرم دی ؟
د دی خبیث دا پنځه کتګوری بندیان به هم د دوی د کوم بل خبیث لخوا رد سی ، لکه ده پخپله چی د نورو خبیثانو درواغ رد کړه چی ویل یی پدی بندیانو کی بهرنیان سته .
دا مردارخوره غلامان سپیڅلی طالبان هم پخپلو ځانو قیاسوی چی ګوندی دوی غوندی طالبان هم خدای مکړه په اختطاف ، قاچاق او فساد اخته دی ، که داسی وی چی نه ده نو ټوله غلام دولتیان باید بندی سی پدیچی ټوله یی پدی او تر دی په غټو جرمونو ککړ دی .

طوطی

یار سر ټیتې غنی نور درته بابا نه وایم. دوسه دا خوسې بهانی پریږده ملت منتظر دی چی د بنین الافغانی خبرو نتیجه به څه وی چی دا خو هم یوار باید و آزمایو. خو غنی سر ټیټی دا پروسه په ریښتیا ځنډه وی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x