افغانستاننړۍ

طالبانو د بیروت د «لویې چاودنې» په اړه لبناني ولس ته تسلیت ویلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو د لبنان پلازمینه بیروت کې د تیرې شپې خونړۍ چاودنې له امله لبناني ولس ته تسلیت ویلی او په دغه ستر ناورین کې یې ځان ورسره شریک بللی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، د بیروت د تیرې شپې لویې چاودنه کې د اووښتو ځاني او مالي زیانونو یادونې ترڅنګ لبناني ولس سره خواخوږي ښکاره شوې ده:

«اسلامي امارت په دغه لوی غم کې له لبناني اولس سره ځان شریک بولي، د زړه له کومې تسلیت ورته وايي او غم ځپلو کورنیوته صبر غواړي. »

طالبانو دغه راز هیله څرګنده کړې، چې د داسې لویو پېښو مخه ونیول شي او د لبنان په ولس او حکومت یې غږ کړی، چې د پېښې قربانیانو سره په شریکه مرستې وکړي: «د لبنان ولس او حکومت په ګډه له زیانمنو کورنیو سره د چاودنې د اوښتو زیانونو په جبیره کولو کې هراړخیزه مرسته وکړی.»

پرون ماښام(سه شنبه، ۱۴ زمري) د لبنان پلازمینه بیروت په مرفأ بندر کې د «ضبط» شوو وسلو او مهماتو په یوه زیرمه کې د سترې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۳۵  تنه وژل شوي، ۴۰۰۰ نور ټپیان او ګڼ شمېر نور بې درکه دي.

ددې سترې چاودنې پایله کې(چې آواز یې تر ۲۴۰ کیلومتره پورې اورېدل شوی) د پلازمینې بیروت شاوخوا ۱۵ کیلومتره سیمه زیانمنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x