افغانستان

طالبان: له سرتاسري سولې او توافق مخکې د جرګو راغوښتل قانوني حیثیت نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کابل حکومت لخوا د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل د بین الافغاني مذاکراتو او د سولې شته فرصتونو په وړاندې د خنډونو ایجادولو په معنا بللي دي او په ټولو جهتونو یې غږ کړی چې د وخت اړتیاوې درک کړي او خنډونو جوړولو څخه ډډه وکړي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، د اشرف غني لخوا د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په پلمه د رابلل کېدونکي لویې جرګې حیثیت غیر قانوني ګڼلی دی:

«داچې د کابل ادارې لخوا د ۴۰۰ بندیانو د سرنوشت په پلمه په اصطلاح لویه جرګه راغوښتل کیږي او ممکن له دې جرګې څخه نور هم  د افغان ولس د هیلو او سولې پر خلاف استفاده وشي، نو له سرتاسري سولې او سیاسي توافق څخه مخکې داسې  جرګې راغوښتل، د ملت نمایندګي نه شي کولای او کوم قانوني حیثیت هم نه لري، ځکه چې د کابل اداره قانوني نه ده.»

د خبرپاڼې په پای کې طالبانو ددې جرګې او نورې ټولې هغه پرېکړې چې د افغانستان د «خپلواکۍ» او «بشپړ اسلامي نظام» مخنیوی کوي رد کړي دي:

«هره هغه پریکړه چې د افغانستان د خپلواکۍ، دلته د بشپړ اسلامي نظام د اقامې او د افغان ولس  د هیلو پر خلاف وي؛ افغان ملت ته د منلو نه ده.»

د کابل حکومت مشر اشرف غني د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په پلمه په داسې حال کې د لویې جرګې رابللو تابیا نیسي، چې د حکومت ګڼو چارواکو، سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو او آن د حکومت لخوا انتساب شوې ولسي جرګې هم د لویې جرګې رابلل غیر قانوني بللي او مخالفت یې ورسره څرګند کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x