افغانستان

نیمروز کې چاودنې اووه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله اته تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

اطلاعات روز ورځپاڼې د نیمروز ولایت د امنیه قوماندانۍ له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله لیکلي، چې یاده پېښه نن غرمه مهال ۱:۴۵ دقیقې شاوخوا  د خاشرود ولسوالۍ اړوند «کمربندي جاده» کې رامنځته شوې، چې له امله یې اووه ولسي وګړې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې تلفات هغه مهال رامنځته شول کله چې د ولسي وګړو یو ټونس ډوله موټر د سړک غاړې ماین ته برابر شو.

په ورته وخت کې د خاشرود ولسوال «عبدالجلیل وطن دوست» بیا پژواک ته ویلي، چې په چاودنه کې وژل شوي وګړي ټول ولسي دي، چې د خاشرود ولسوالۍ ته د لامبلو لپاره روان وو.

د وطن دوست له قوله، د وژل شوو کسانو عمرونه تر شلو کلونو زیات دي.

تر دې دمه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x