افغانستان

د ننګرهار چارواکي: پر زندان د برید په مهال د محبس مدیر او معاون غایب وو او د لویو وینګونو دروازې خلاصې وې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې حکومت وايي، د ننګرهار ولایت پر مرکزي محبس باندې د برید څېړنې کوي؛ د یاد ولایت چارواکي لا هم پر محبس د برید په تړاو شکونه لري او یاد برید د زندان له داخلي چارواکو سره په همغږۍ ترسره شوی ګڼي.

درې ورځې وړاندې ماښام مهال د ننګرهار له مرکزي محبس سره د موټر بم برید خبر ورکړل شو او ورپسې ادعا وشوه، چې یو شمېر برید ګر زندان ته مخامخ «شرق» نومي پلازې ته ختلي او له هماغه ځایه يې په زندان جګړه روانه کړې.

جګړه چې نږدې شپاړلس ساعته یې د دوام خبرونه ورکول کېدل، په پایله کې یې ګڼو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ د سلګونو زندانیانو د تښتېدو خبرونه هم ورکول شول.

د ننګرهار ولایت وکیلان د یاد برید په تړاو شکمن دی، او حکومت تورنوي چې د ولس په سترګو کې خاورې شیندي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی «ناصر کامه وال او سهراب قادري ازادي راډیو ته ویلي « دغه ځای ته راتګ، دغسې بریدونه ترسره کول، مخکې له مخکې ورسره د بندیانو ارتباط، د پېښې په وخت او ځای کې د محبس د مدیر او معاون نشتوالی، په داخل د محبس کې د لویو وینګونو دروازې خلاصې پاتې کېدل دا هغه څه دي چې په لویه کچه ورسره مرسته شوې ده، نو که مرسته نه‌وی نو تصادف هم نه‌و، په دې میاشتې میاشتې کار شوی دی.»

دوی زیاته کړې «تاسې پوهېږئ چې د ولایتي شورا د وکیل په حیث څو ځلې محبس ته تللی یم، تر اوسه زه په دې نه‌پوهېږم چې د محبس دروازې څو او چېرته دي، د ورتګ او راتګ لارې څو او چېرته دي، نو بریدګر څنګه پوه شول او وتوانېدل چې زندان ته ننوځي، طبیعي خبره ده چې رهنمایي ورته شوې ده.»

د ننګرهار د ولایتي شورا یو بل غړی «اجمل عمر» بیا وایي، چې له دې فرصته په استفادې یو شمېر زندانیان د پیسو په بدل کې خوشي شوي او ددې لپاره چې خپل شمېر پوره کړي له کوڅو څخه یې عام خلګ زندانونو ته اچولي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ یوې سرچینې چې نه غوښتل نوم یې واخستل شي، د خپلو کشفي معلوماتو په بنسټ «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې له ننګرهار محبس څخه داعش زندانیان د برید په مهال د مشرانو جرګې د مشر «فضل هادي مسلمیار» له لوري ویستل شوي او اوس مهال د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولتزو نومي سیمه کې ساتل کېږي.

د سرچینې په خبره، د خلاصو شویو داعشي زندانیانو څارنه او پالنه د چپرهال ولسوال «صدیق مسلمیار» ته چې د فضل هادي مسلمیار ورو دی؛ ور له غاړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

دا د کابل حکومت جلال اباد صحنه د سقاوی توری انارشی دوری څخه هم زیاتره بد تره دی ، ای امریکائي کاؤبای وحشی سیاستوالو اوس مو دخپلو قاتلو غلامانو انارشی په واسطه جهان ته تاسو د خپل وحشت او غیری انسانی څیری ډیری ښی ښکاره کړی ، که تاسی وحشی سیاست سره ددی قاتلو غلامانوحلقه نوره هم اوږده کړۍ نو تاسی به هم د شورویانو په شان د هر ډول بدبختی سره مخامخ او د تاسو خونخواره جهانی قدرت به درته نور پاتی نشی !!!!!

pattang

کریم جانه ! که ستا # ظاهر شاه هیواد ته کار کړی وی نو ولې به خلق ، پرچمیان او نور لنډغر راتلل داخو ستا د ملګرو دباغ مڼې دي !!

دوکتور غروال

د افغانستان په تاریخ کښي د افغانستان د خپلواکی له مینځه وړلواو د افغان ملت تباهی لپاره همدی منفورو اجنبیو غلامانو مصنوعی ملایانو او وروسته غلامو کمونستانو زمینه برابره کړی دی چی ددی روښانه مثالونه ئي د ګوډ ملا لنګ او د سقاؤ زوی او د عربی شیخانو مصنوعی اخوان المسلمین ( اخوان الشیاطین ) راپیداکیدل او همدارنګه نه یوازی د ی شوروی غلامو کمونیستانو رامینځ ته کیدل بلکه ددی مصنوعی عربی شیخانو اخوان المسمین په کومک هم نمو وکړه ! مصنوعی ملایان په تام شکل سره د ملت پر مخ تګ مخالف اود ملت د بی سوادی ساتلو په… نور لوستل »

غ.حضرت

څو پوری موږ د تاریخی ( حد اقل نهو وروستیو لسیزو ) څېرو ( په اصطلاح سیاسی مشرانو) په وړاندی خپل قضاوتونه اصلاح نکړو نو د نننی حالت د سمون او بدلون په هکله به مو ټول پیشنهادونه او څرګندونی خوشی بادونه وی. ظاهرشاه غوندی پلید او خبیث او شیطان صفت او غولوونکی کس او د فری ماسونری تکړه شاګرد د افغانستان په دوه سوه کلن تاریخ کی نه دی تر سترګو سوی. عجیبه ده؛ هغه مُلا ښه مُلا ؤ کوم چی د ظاهرشاه هره مُرده ګوی ئې توجیه کوله خو همهغه مُلا نن د ظاهرشاه د انډیوالانو لخوا غندل… نور لوستل »

دوکتور غروال

دا هوائي فرضیی دی چی اظهاریږی او ویل کیږی چی ظاهرشاه تر ټولو یو پلیتره او شیطان انسان وو ، ما د محصلی شروع کښی ( ۱۹۶۳ کال ) کله جرمنی ولید چی وروسته له دوهم جنګ څخه کاملآ خرابه باندی بدل شوۍ وو اما د۱۹۶۳ کال د جرمن فوق العاده دوباره ابادی لیدو سره می غصه د کابل په واکداری دومره زیاته شوه چی فورآ مستقیمآ پادشاه او کابینی ته د اعتراض لیکونو استول شروع کړل او یو کال وروسته د ما بورس قطع اما بیا می ځان تسلیم نکړ نو مجبور شوم چی تحصیل ته د کار په… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x