نړۍ

په کراچي کې د جماعت اسلامي پر لاریون بمي چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د پاکستان په کراچي ښار کې د جماعت اسلامي ګوند پر یوه لاریون بمي چاودنه شوې چې له امله یې ۳۹ تنه ټپيان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو په حواله د جماعت اسلامي ګوند ویاند ویلي، چاودنه د کراچي ښار په ګلشن اقبال سیمه کې د جماعت اسلامي ګوند د لاریون پر مرکزي ټرک موټر وشوه، خو په وینا یې له یوه کسه پرته نور اکثره ټپيان له خطر څخه بهر دي.

د سند ایالت د صحت وزارت ویاندي میران یوسف رسنیو ته ویلي چې ټپيان د ښار مختلفو لویو روغتونونو ته د تداوي لپاره لیږل شوي دي او یو شمیر یې تر ابتدائي تداوي وروسته کورونو ته لیږدول شوي دي.

د پولیسو یوه مشر سجاد سدوزي رسنیو ته ویلي چې چاودنه هغه مهال را منځته شوه کله چې پر موټر سایکل سپرو دوه بریدګرو پر لاریون د لاسي بم په واسطه برید وکړ او بیا په تیښته بریالي شوه.

چاودنه په ځانګړي ډول د بیت المکرم مسجد سیمې ته نیژدې را منځته شوې، د چاودنې په ساحه کې د ولاړو موټرو شیشې هم ماتې شوي.

د چاودنې وروسته دغه سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د جماعت اسلامي ګوند د هندوستان پر خلاف د «یوم استحصال» په نامه لاریون را ایستلی وو، نن ورځ یو کال پوره کیږي چې هندوستان د کشمیر استقلالیت لغوه کړ او هغه یې د خپل ځان یوه رسمي برخه وبلله.

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق دغه برید غندلی دی او هغه یې د هندوستان د جاسوسانو عمل بللی چې د کشمیر د ولس سره خواخوږي نشي برداشتولای.

د جماعت اسلامي ویاند زاهد عسکري ویلي، د چاودنې وروسته هم لاریون پر خپل حال پاته سو، او د حسن سکوایر په سیمه کې يې جلسه جوړه کړه او برخوالو په کښي د هندوستان ضد شعارونه ورکړل او د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د کشمیریانو پر خلاف یې د هندوستان ناروا تجازو وغنده.

پاکستاني رسنیو ویلي چې ددغه برید مسؤولیت د سند قومي دولت ضد ډلې پر غاړه اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

احمدالله، د کشمير په حق کې احتجاجونه او د افغانستان دپاره جهاد. الله مو نور هم له دې نه په بد حالت کې دوب کړه.

رحمت الله

نه په کشمیریانو کی شرم شته او نه په افغانانو کی شرم شته پنجابیان چه هر څه کوی ویی دکړی، که هیره منډی جوړوی که په پیښور او نورو ښارونو کی لوڅ فلمونه ښکاره کوی، که په سند او پنجاب کی لمونځ او روژه یوازی د ملا وظیفه بولی خو په افغانستان کی د همیشنی جهاد او د کشمیر د ازادی ناری سوری د خپلو غلامانو له خولی نه پریږدی پورته جلسه کی هم دڅیرو نه معلومیږی چه یا خو افغانان دی او یا خو هم پښتانه خدای وهلی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x