نړۍ

د روسیې په را غورځیدلي الوتکي کي ۴۴ کسه وژل شوي، او اته نور ټپیان شوي دي

russian_plane_crashنن ټکی اسیا: د روسي الوتکي د لویدلو له کبله ۴۴ کسه وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چي دغه الوتکه نن د موسکو ښار څخه د روس شمال غرب ته د کاریلیا جمهوریت ته روانه وه.

دغه TO 134 ډوله الوتکه د هوا د خرابوالي، او هوايي ډګر د رن وې د ګروپانو د نه لګیدلو له امله د رن وې څخه په یو کیلومترۍ کي ناسته کړې،

چي وروسته يې بیا اور واخیست او په بشپړه توګه ویجاړه شوه، او په کښي سپاره ۴۸ کسه ووژل شوه او ۸ ټپیان شوه، چي د هغو څخه د ۷ روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د بیړنیو حالاتو وزارت ویلی چي په الوتکه کي څلور بهرني مسافر چي د سویډن، اوکرانیا او هولندا هیواد سره يې تعلق درلود، هم وژل شوی دي.

د کاریلیا د جمهوریت ولس مشر اندریه نیلیدوف نن اعلان کړی چي د قربانیانو کورنیو ته به یو یو ملیون (روبل) بدل ورکوي، او ټپيانو ته يې د ۵۰۰ زرو بدل ورکول اعلان کړی دي.

سیمه ایزو چارواکو د الوتکي د را لویدلو د علت د معلومولو لپاره څیړني پیل کړي دي، خو اولني څیړني دا څرګنده وي، چي کیدای شی د هوا د خرابی له امله الوتکي د خپلي رن وې څخه مخ اړولی وی، او ځکه چي د الوتکي پايې د برق د تارو سره لګیدلی، د رن وې برقونه ورسره د یو څو ثانیو لپاره بند شوي دي، چي د هغه وروسته بیا الوتکه په درختو کي وموښتله.

د روسیا ټوډي تلویزون راپور:

{flvremote}http://cdn.rt.com/files/news/impact-landing-petrozavodsk-tu-134/crash-338.flv{/flvremote}

عربی راپور:

{flvremote}http://arabic.rt.com/media/vids/2011.6/621eb12269b3431c6c64150358a3977d.flv{/flvremote}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x