افغانستانروغتیا

د روغتیا وزارت د نوې سروې له مخې هېواد کې «۱۰» ملیونه کسان په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني وايي ددوی لخوا په هېواد دننه تازه سروی ښيي چې لس ملیونه کسان په کرونا اخته شوي دي.

د روغتیا سرپرست وزیر د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۱۵مه نېټه (د اګست ۵مه) یوې خبري غونډې ته وویل، د عامې روغتیا وزارت لخوا سروې ترسره شوې چې له مخې یې د هېواد ۹ زونونو او ۳۴ ولایتونونو کې شاوخوا لس ملیونه کسان چې د ټول نفوس ۳۱.۵ سلنه تشکیلوي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

ددې سروې څخه وړاندې د عامې روغتیا وزارت رسنیو سره په رسمي ډول هېواد کې د کرونا وبا ۳۶۸۶۹ پېښې ثبت کړي، چې له مخې یې ۲۵۷۴۲ ناروغان بیرته ښه شوي او ۱۲۹۴ مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت لخوا د ترسره شوې سروې شمیرې داسې مهال ورکول کیږي چې په نړۍ کې د کرونا وبا ټولې مثبتې پېښې نږدې ۱۹ ملیونو ته پورته شوي دي.

په دې لړ کې د امریکا متحده ایالتونه یوازینی هېواد دی چې تر ټولو زیاتې ۶ ملیونه مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د سروې له مخې تر ټولو زیاتې پېښې کابل کې راپور شوي چې ددې ولایت د نفوس ۵۳ سلنه کیږي. په سروې کې ښودل شوي چې له پنځه څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې ماشومان ۴۶.۴ سلنه په دغه ناروغۍ اخته شوي خو ښکاره نښې یې نه درلودې او بیرته ژر روغ شوي دي.

که له یوې مخې اوسمهال په ورځني ډول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوي خو د روغتیا وزارت لا هم د ویروس د بیا خپریدو خبرداری ورکوي او له عامو خلکو غواړي چې وقایوي او احتیاطي اقدامات ترسره کړي.

افغانستان کې د کرونا ناروغي د فبروري میاشتې په ۲۶مه نېټه د لومړي ځل لپاره په هرات ولایت کې د ایران څخه د یوه راغلي کس لخوا خپره شوه چې د مئۍ او جون میاشتې یې تر ټولو خطرناکې وې.

کرونا وبا چې په لومړي وار د تېر دیسمبر کال په ۳۱مه نېټه د چین له ووهان ښار څخه خپره شوه، تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې څه کم ۱۹ ملیونه کسان نیولي، ۷۰۰ زره مړه شوي او شاوخوا ۱۲ ملیونه بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x