افغانستانسولې اړوند خبرونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې له ملا برادر اخند سره د بندیانو د تبادلې په اړه غږېدلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ زمري، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي «یوناما» مشرې «دیبورا لینز» د طالبانو د سیاسي د فتر له رییس او د طالبانو له سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» سره د بندیانو د تبادلې د بشپړېدو په اړتیا خبرې کړې.

یوناما په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې د ملابرادر اخند او دیبورا لینز تر منځ د بندیانو د تبادلې پروسې په بشپړېدو او د مذاکراتو په ژر پیلېدو خبرې وشوې او تر څنګ یې په دې بحث وشو چې په دې «سخت حالت» کې بشري مرستې څه ډول له موانعو پرته خلګو ته ورسول شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم یاده خبره تایید کړې او په تړاو یې پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې د بندیانو پر چټک خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو پر پيل ټینګار وسو.

نوموړي زیاته کړې « ددې تر څنګ د ملکي تلفاتو، بشري حقونو، کومک رسونې او د سولې پروسې پر مختلفو اړخونو د دواړو لوریو تر منځ ژور بحثونه وشول.»

د ملګرو ملتونو استازې داسې مهال د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره د بندیانو د تبادلې پروسې د بشپړېدو په اړتیا خبرې کوې، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د تبادلې له پروسې څخه د پاتې څلور سوه طالب زندانیانو خلاصون د مشورتي لویې جرګې په پرېکړو پورې مشروط کړی او د هغوی له سمدستي خلاصون یې انکار کړی.

اشرف غني ادعاء کړې، چې دی د یادو بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او په اړه به یې د مشورتي لویې جرګې له استازو سره مشوره کوي.

د مشورتي لویې جرګې د  رابللو د کمېټې مشر «معصوم ستانکزی» مني چې په یادو څلور سوه طالب بندیانو کې هیڅ بهرنی تبع شتون نلری؛ خو تر څنګ یې ادعا کوي، چې د یادو طالب بندیانو له ډلې ځیني یې اعدامیان دي، ځیني يې  په قتل محکوم دي،  او ځیني نور یې په مالي او اداري فساد او د نشه يي توکو په قاچاق تورن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x