ټکنالوژي

سامسنګ د نوټ سیریز دوه په زړه پورې ځيرک موبایلونه نندارې ته وړاندې کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل): د سامسنګ شرکت یو له غوره ځیرک موبایلونو څخه د نوټ سیریز موبایلونه دي چې هر کال ددې سیریز دوه نوي په غوره بڼه سمبال موبایلونه وړاندې کوي چې ځانګړي مینوال لري، په دې لړ کې سامسنګ د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۶مه نېټه د نوټ سیریز دوه بڼې (نوټ ۲۰ او نوټ ۲۰ الټرا) نندارې ته وړاندې کړل.

د سامسنګ شرکت ادعا کوي چې د تېرو موبایلونو په پرتله یې دا ځل د نوټ سیریز موبایلونه د سافټ ویئر څخه تر هارډ ویئر پورې غوره چمتو کړي دي.

د سامسنګ شرکت دغه موبایلونه د نورو سره په «ایس قلم» ځانګړتیا مختلف دي، چې په وینا یې دغه قلم د پخوا په پرتله په نوې بڼه وړاندې شوی دی. سامسنګ تېر کال هم د نوټ سیریز دوه موبایلونه وړاندې کړي وو چې سږکال یې هم دغسې وکړل.

ځانګړتیاوې:

ګلیکسي نوټ ۲۰ Galaxy Note20

په نوټ ۲۰ موبایل کې ۶.۷ انچه ډیسپلی ورکړل شوې چې د ګول پرځای یې سیده کونجونه غوره کړي، دا ډیسپلی د تېر موبایل په پرتله ستره ده، په دې کې د ګوریلا ۶ شیشه ورکړل شوې ده.

په نوټ ۲۰ موبایل کې ۴۳۰۰ ملي امپیره بیتري ورکړل شوې چې په نوټ ۱۰ موبایل کې تېر کال ۳۵۰۰ ورکړل شوې وه. د شرکت په وینا د موبایل سره ۲۵ واټه چټک چارجر ورکړل شوی چې یوازې په ۳۰ دقیقو کې ۵۰ سلنه موبایل چارجولی شي.

د پراسیسر په اړه ویل کیږي چې په اروپایي او اسیایي هېوادونو کې د کاروونکو لپاره د ایسینوس ۹۹۰ او د نورو هېوادونو لپاره د سنیپ ډراګون ۸۶۵ پلس پراسیسر ځای پر ځای شوی دی.

په دې کې ۸ جي ریم د ۱۲۸ او ۲۵۶ حافظې سره ورکړل شوی چې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري، بلکې د فایف جي نسخه یې د ۱۲۸ جي بي حافظې سره وړاندې شوی دی.

کامره: د موبایل شاخوا ته درې کامرې ورکړل شوي چې له مخې یې ۱۲ میګا پېکسله منځنۍ کامره ده، په کومه کې چې د پخوا په پرتله ستر پیکسل ځای پر ځای شوي دي، د غبرګو پيکسلونو، اتومات فوکس او د «او آی اس» ملاتړ هم لري.

دویمه کامره ۶۴ میګا پېکسله ده چې ټيلي فوټو ځانګړتیا سره د 8K ویدیو ثبتولو وړتیا لري. دریمه کامره ۱۲ میګا پېکسله ورکړل شوې چې د پراخې زاویې سره عکس اخیستلی شي. دغه راز د سیلفي کامره یې ۱۰ میګا پېکسله ورکړل شوې ده چې په یو شمېر ځانګړتیاو سمبال ده.

دغه موبایل به د څلورم 4G او پنځم نسلونو 5G په دواړو نسخو کې شتون ولري.

ګلیکسي نوټ ۲۰ الټرا Galaxy Note20 Ultra

دا د نوټ سیریز پریمیم موبایل دی چې ۶.۹ انچه امولیډ ډیسپلی د ۱۴۴۰ جمع ریزولوشن او ۱۲۰ ریفریش ریټ سره ورکړل شوې ده، د ۱۲۰ ریفریش ریټ کارولو لپاره به د ۱۰۸۰ پلس ریزولوشن کارول کیږي.

ددې «ایس قلم» نور هم ښه شوی، شرکت وایي کاروونکی به یې د استعمال پرمهال داسې احساس کوي لکه پر یوه کاغذ چې لیکل کوي، په ایس قلم لیکل شوي یاداښتونه به د مایکروسافټ آفس بڼې ته بدلیدی شي په داسې حال کې چې نورې وسیلې يا ډیوایسونه به هم له دې سره وصل کیږي.

په دې کې هم د اروپایي او اسیایي هېوادونو لپاره د ایکسینوس ۹۹۰ او د نورو هېوادونو لپاره د سنیپ ډراګون ۸۶۵ پراسیسر ورکړل شوی، چې د ایس ۲۰، ۸۶۵ پراسیسر څخه به یې فعالیت لس چنده چټک وي.

په ګلیکسي نوټ ۲۰ الټرا کې د ګیمونو لپاره ځانګړی ځای ورکړل شوی چې دا به د شرکت لخوا لومړنۍ کوښښ وي، د سپتمبر تر ۱۵مې به په دې کې له سلو زیات ګیمونه موجود وي.

په نوټ ۲۰ الټرا موبایل کې ۴۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ ورکړل شوې چې د ۲۵ واټه چټک چارجر ملاتړ لري، دا تر دې دمه د سامسنګ په موبایلونو کې تر ټولو چټک دی، ددې سربېره د ۱۵ واټه چټک وایرلس یا بیسیم چارج او ۹ واټه ریورس چارج ملاتړ هم لري.Galaxy Note20 Ultra_PowerShare

ګلیکسي نوټ ۲۰ الټرا کې ۱۲ جي بي ریم، د ۱۲۸، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظې بېلا بېل اختیارات ورکړل شوي، چې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري.

کامره: ددې موبایل شاخواته درې کامرې ورکړل شوي، چې د نوټ ۲۰ څخه غوره دي. منځنۍ کامره یې ۱۰۸ میګا پېکسله ده چې په یوه ثانیه کې د ۲۴ فریم ویدیو د 8K حجم سره ثبتولی شي. دویمه کامره ۱۲ میګا پېکسله ده چې د پیري سکوپ ټيلي فوټو لینزونو په ډول کار کولی شي چې کاروونکي ته په کې د 5x آپټيکل زوم او 50x هایبرډ زوم اسانتیاوې شتون لري. دریمه کامره ۱۲ میګا پېکسله ده چې د پراخې زاویې عکس لپاره کارول کیږي او ۱۲۰ درجې ساحه رانیسي.

د سیلفي کامره یې هم ۱۰ میګا پېکسله ده. دغه موبایل به هم په فور جي 4G او فایف جي 5G ټکنالوژۍ سمبال وي.

بیه او د خرڅلاو نېټه:

د ګلیکسي نوټ ۲۰ د ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې فور جي 4G نسخې بیه له «۱۰۰۰» امریکایي ډالرو څخه پېل کیږي، او د فایف جي نسخې بیه د «۱۲۰۰» امریکایي ډالرو څخه پورته ایښودل شوې ده.

د ګلیکسي نوټ ۲۰ الټرا موبایل ۱۲ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې نسخې بیه له «۱۳۰۰» امریکایي ډالرو او د ۱۲ جي بي ریم او ۵۱۲ جي بي حافظې لرونکې نسخې بیه به له «۱۵۰۰» امریکایي ډالرو څخه پېل کیږي.

ددې موبایل انلاین پېر به د اګست له ۶مې نیټې څخه پېل کیږي خو کاروونکي به یې د همدې میاشتې په ۲۱مه نېټه ترلاسه کول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x