ادبي لیکني

د خبر لیکنې ژورنالستیک آرونه!«څلورمه برخه»

مفتي فضل هادي (سالک)

د خبر ارزښتونه:
د خبر ارزښت  هغه  دی، چې خبر راپیژني، یعنې دا هغه تله یا ترازو ده چې خبریالان پرې د پیښو ارزښت تلي، خبري ارزښت پخپله پیښه کې نغښتی وي، خو د خبریال په هڅه او هاند سره راوسپړل شي، په بله وینا هره پیښه د خپل ډول  له پلوه خبري ارزښتونه لري او دغه ارزښتونه خبرته خبري ارزښت ورکوي، څومره چې  دا ارزښت ډیر وي ،په هماغومره د خبریالانو د پام وړ ګرځي او د خبر په سرخط کې یې ځایوي.

خبریالانو ته نه ښایې چې یوې داسې پیښې پسې وګرځي، چې ټولو ته په زړه پورې وي،  یادې یوه خبر او پیښه کې د ټولو خوښه وپالي، ځکه د هر چا ذوق بیل بیل دی،چې پدې ډلبندۍ کې ځینې ارزښتونه دادي:
۱-مهالنی نږدیوالی :(Timeliness)
ترټولو وروستۍ پیښې یا معلومات نوي وي ،نوی والی د بیلابیلو خپرندویه  وسیلو یا رسنیو د ډول  له  مخې تعرفیږې، د اوونیزو(هفته نامو)د تیرې اوونۍپیښې هم خبري ارزښت یا نوی والی لري. میاشتنیو لپاره د تېرې میاشتې پیښې او خبرونه نوی والی او خبري ارزښت لري، د يوې ورځپاڼې لپاره په تېرو څلریشتو ساعتونو کې رامنځته شوي پیښې نوي وي، د انټرنیټي  پاڼو لپاره هر څو دقیقې مخکې خبر یا پیښه خبري ارزښت لري ،د نوې والې څخه موخه هغه پیښې دي ،چې ډیری خلک یې په اړه معلومات نلري، چې همدایې ډیر مهم خبري ارزښت دی.

۲-ځایي نږدیوالی :(Geographical Proximity ):
خلک هڅه کوي، چې د خپلې سیمې او ګاونډیو هیوادونو په باب خبرونه واوري، خلکو ته هغه خبر ډیر جالب وي، چې پخپله سیمه یا هیواد کې پیښ وي، بیا ورته هغه جالب وي ،چې ګاونډي هیواد یا نړۍ کې پیښ شوي وي، همدا مکاني یا ځایی نږدې والی د خبري ارزښت مهم عنصر دی، که څه هم نن هر اوسیدونکی یوې سیمې او هیواد پورې محدود ندی پاتې ،بلکې هغه  نن  ځان د نړیوال کلي فعال اوسیدونکی ګڼي ، نولدې امله د نړیوالو ټولو پیښو نه ځان خبرول غواړې او بل دلیل ښایې د نښلوونکیو  وسایلو او پرمختللې تکنالوژي له امله د وګړو تر منځ د اړیکو نږدیوالی وي، خو پردې سربیره بیاهم یو اوریدونکې یا کتونکې ته د خپل وطن او کلي خبر لومړیتوب لري،لکه ننګرهار کې په تولیدي  برخه کې د یوې سوداګریزې ،کرهنیزې ،روغتیایي  پروژې احیاء او بیا رغونه  او  یا د کوم تعمیراتي کار خبر ننګرهاریانو ته لومړیتوب لري ،خو د کابل  او شمال اوسېدونکيو ته بیا ننګرهار کې دا ډول پرمختګونه  یو عادي خبر دی او کوم ډول لومړیتوب ورته نلري.

۳-غیرعادي والی (Nove lty):
زمونږ شاوخوا سیموکې هره ورځ لسګونه پیښې کیږې ،خو خبریال پسې پلټنه وکړي او ددوی له منځه غیر عادي پیښه د خلکو د معلوماتو لپاره ترې انتخاب کړي ،ځکه په خبر کې غیر عادي والی مهم عنصر دی او د پیښو غیر عادیوالی د خبري ارزښت ترازو دی، لکه: اوړې کې د واورې  اورښت ،د ډیرو اولادونو په  یو  وخت  زیږیدل  او د یوه کوچني ماشوم  لخوا په  چاړه  د کوم  یرغلګر او متجاوز دښمن عسکر  خیټه  څېرل.

۴-ټکر(Conplict):
معلومات اوپیښې پخپل  ذات کې ټکر لري او دغه  ټکر پر خلکو اغیز پری باسي ،دبیلګې په  ډول  دمالیې دزیاتوالې وړاندیز په  ډیرو خلکو اغیز ښندې ،ځکه دمالیې زیاتوالی دډیرو ژوند اغیزمن کوي ،یا د دووډلوتر منځ  دجګړې پر مهال په ناڅاپې توګه دیوې کوچنۍ نجلۍ وژنه  ډیر اغیز لري ،دجګړې په ټس کې دبې ګناه کوچنۍ نجلۍ شهادت ډیرخلک دردوي اوخلک ښایې ددې کیسې په اوریدو کلک غبرګون وښایې .دلته دټکر څخه  موخه  وژنه  او وینه توییدنه  نده ،بلکې نورې ډیرې ګڼې بڼې هم لري ،لکه  دنظرونو ټکر،چې ډیر کله  د سیاسي  ډلو ترمنځ  رامنځ  ته کیږې او داسې  نور……

۵-احساسات (Emotiom):
له احساساتو نه  موخه  دپیښو په وړاندې غبرګون دی ،دغه احساسات ټول یو ډول  نوي ،دوګړوله پلوه توپیرکوي ،احساسات دټولووګړو ځانګړنه ده ،ځکه هرڅوک څه نا څه  احساساتي کیږې ،خو دلویانواومشهورو څېرو احساساتي کیدل ، یو مهم خبر جوړوي ،اودعامووګړواحساساتي کیدل  هم  یو خبروي ،دعامو وګړو احساساتي کیدل دناببره پیښوپه وړاندې دي، لکه :ټولوژنه ،ورانۍ ،کله  دخوښیو پروخت  هم  را پاریږې ،داحساساتو راپاریدنه  د خواشینۍ ،ویر، خواخوږۍ ،ګواښ ، او په نورو بڼو  وي ،دبیلګې په ډول  کلونه   وړاندې  نړیوالو  خبري رسنیو خبر ورکړ چې:دامریکایانو لخوا ګوانتنامو  یا بګرام د زندانونو  په کندو  یا   چټلو اوبوکې دقرانکریم غورځونه ،یا غرب  کې دهایلینډ هیوادکې دځینو متعصبو یهودو په  لارښوونه  د رسامانو لخوا داسلام دستر پیغبرحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم کاریکاتور جوړول ، دامریکا په یوه کلیسا کې دیوه ګمراه پادرې لخوا دقرآنکریم سوځونه ،دابو غریب په بدنام عراقي زندان کې له بندیانوسره غیر انساني چا ل چلند،هغه پیښې دي ،چې دنړۍ دعامو مسلمانانولخواپرې احساسات راوپاریدل ، مجلل تعمیرات پکې وسوځیدل ،خلک پکې مړه او ژوبل  شول  او ډیری پیښې مینځته راغلې.

همداسې  داسلامي هیوادونو  دمشرانو لخوا په پرله پسې پیغامونوکې دسیمې او نړۍ هیوادونوته  ډاډ  ورکول  چې  مسلمانان  به ورسره په  ښه ګاونډیتوب اوسوله کې ژوند وکړي، په ورته توګه تشریح کیدای شي.

۶-پراخوالی یا لویوالی (Maynitude):
دیوه خبرپراخوالی اولویوالی دخبرپه اهمیت  کې  ډیر  اغیز کوي ،څومره  چې  پیښه  غټه  او پراخه وي، هماغومره  ډیر خلک اغیزمن کوي ،لکه دیوه موټر په اوښتویا چپه کیدو کې چې یوازې یو کس سرسري ټپی شوی وي  ددې نه ددې خبر ارزښت  ډیر وي ،چې دې پیښه کې ډیر خلک ټپیان شوي وي ،یعنې دزیان په ډیریدو خبري ارزښت رامنځ ته کیږې ،یا یوه غونډه کې (10000)لس زره کسه ګډون وکړي، خوبلې غونډه کې (5000)پنځه زره کسه برخه واخلي ،ښکاره ده چې (10000)دلسو زرو خلکو ګډون د(5000)پنځو زرونه ډیرارزښت لري.

۷-شخصیتونه (Personalities):
له شخصیتونوڅخه مو مراد چارواکي ،مخور اونور هغه کسان دي، چې شهرت لري، چې کله دخبرلپاره داسې څیرې محور وي، نوخبر ارزښت پیدا کوي.

۸-ځایونه:
د اشخاصوغوندې دځایونوشهرت له پلوه هم دخبري ارزښت ډیروالی منځته راوړي ،دمشهوروکسانوپه څیر مشهورځایونه هم خبر په زړه پورې کوي ، لکه :دپارلمان یا دولسمشر د دروازې مخې ته چې چاودنه یا مظاهره  وشي، نو دښاردنورو ځایونوپه  نسبت  یې څوبرابره اغیز  زیات وي.

۹-دپیښې یا راپور کره والی:
د پیښې د کره والي یاسموالې نه مراد د پیښې رښتینوالی دی ،خبریال باید د پیښې په اړه سم دقیق معلومات ولري او بيايې رسنۍ کې خپورکړي ،که چیرته خبریال ته دپیښې په اړه سم دقیق معلومات نوې ،نوبایدپه نشرکې یې احتیاط وکړي ،ددې پیښې صداقت هغه وخت شونی کیدای شي، چې خبریال پخپله ددې پیښې ځای ته ورشي اویاهم دخپلوسرچینوپه باب  باوري اوډاډه وي ،ځکه ډیرکرته یوبې اساسه خبر  ژورنالیست یا خبریال  دمحکمې میزته کشوي او ددې رسنۍ اعتبار له منځه وړې.

۱۰-توازن
د توازن څخه مراد د خبر حقیقت او پر حقایقو ولاړ خپرول دي،یعنې یوه ژورنالیست ته  نه   ښایې چې دیوه چا دډیرې مېنې ،محبت اویایې دبغض اوشخصي تعصب په بناء خبر خپورکړي ،دپیښې په اړه باید له انصافه کارواخستل شي اوخبریال دې خپل نظر پکې نه ورګډوي ،دبیلګې په ډول که چیرته فلسطیني مجاهدین په یوه فدایې بریدکې داسرائیلي اشغالګروپوځي  بیسونه  او بارکونه په  نښه کړي اوډیر ځاني او مالي تاوان ور واړوي ،نوغرب ماډله نړیوالې رسنۍ  په اسرائیلي یرغلګرو  عسکرو  ددې برید داغیز دکم ښودلو خبرونه په شد ومد خپروي ،خودانصاف له مخې باید داسې رسنۍ دفلسطیني  هیواد  دویندوی نظر هم دپیښې په هکله هرومرو خپورکړي  او دداړو لوریو څرګندونې په متوازن  ډول خپرې کړي ،هسې نه چې دواکمنوڅرګندونې دپیښې په باب په سرخۍ کې خپروي، خو دمقاومت دویندویانوغبرګون چورلټ له پامه وغورځوي، چې دابه  لویه  بې انصافي او ددې خپروندویه  رسنۍ  ولسي اعتبار به راوغورځوي.

۱۱-روښانتیا: دخبرژبه باید ډیره ساده او  روانه وي ،ځکه   چې خبر لوستي ،نالوستي او نیمه لوستي  ټول لولي او اوري یې ،نوداسې خبري ژبه پکارده ، چې داټول  پرې  وپوهیږې.

نوربیا………….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x