شعـــــرونه

حافظه مې زنده ګۍ خرابه کړې/ اسرار عمر

اسرار عمر

حافظه مې زنده ګۍ خرابه کړې
خپله ساه مې ده ژوندۍ خرابه کړې

هو نړۍ په غیرتونو ده آباده
هو نړۍ بې غیرتۍ خرابه کړې

ښه مې ډېر درسره کړي دي زه بد یم
تا خبره په یارۍ خرابه کړې

څرګندېږې د بلۍ شاته ماښام کې
ننداره دې د سپوږمۍ خرابه کړې

په تا سپینې ښاپیرۍ کانې دي کړي
په ما تورې لیونۍ خرابه کړې

په تا تورې تورې خاورې دي آبادې
په اسرار دې دنیاګۍ خرابه کړې

اسرار عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x