دیني، سیرت او تاریخ

ولې ځینې کسان د نبوت او پیغمبرۍ دعوه کوي؟

مولوي محبوب شاه ساجد
دا د ټولو مسلمانانو مسلمه عقیده ده چې خاتم النبین رسول الله صلی الله علیه وسلم د تول بشریت لپاره د قیامت تر ورځې آخري نبي او پیغمبر دی.
د ختم نبوت څخه منکر کس په دنیا کې کافر، مرتد، واجب القتل دی او په آخرت کې جهنمي دی.
مسئله د قرآن ، سنت او اجماع په قاطع دلایلو ثابته ده، په دې خبره کې د هیڅ تأویل ځای نشته.
خو که تاریخ وګورو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند او را وروسته ډیرو لعینانو د نبوت درواغجنې دعوې کړې دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې وړاندوینه کړې وه او اُمت یې ددې سترې فتنې څخه خبر کړی وو.

رسول الله ﷺ فرمایلي:

– أنّہ سَيَکُوْنُ فِيْ أُمَّتِيْ ثَلَاثُوْنَ کَذَّابُوْنَ، کُلُّهُمْ يَزْعُمُ أَنّہ نَبِیٌّ وَ أَنَا خَاتَمُ النَّبِيِيْنَ لَا نَبِيَ بَعْدِيْ۔
(ترمذي، السنن، کتاب الفتن،)

ژباړه: ژر ده چې زما په امت کې به زما وروسته دېرش درواغجن کسان پيدا شي، هر يو به له دوى څخه دا يقين لري چې زه نبي يم، خو زه (محمد صلى الله عليه وسلم) اخري نبي يم له ما څخه وروسته بل نبي نشته.

همدارنګه د مسلم شريف حديث دی:

ﻻ ﺗﻘﻮﻡ اﻟﺴﺎﻋﺔ ﺣﺘﻰ ﻳﺒﻌﺚ ﺩﺟﺎﻟﻮﻥ ﻛﺬاﺑﻮﻥ ﻗﺮﻳﺐ ﻣﻦ ﺛﻼﺛﻴﻦ، ﻛﻠﻬﻢ ﻳﺰﻋﻢ ﺃﻧﻪ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ (مسلم: ۴۲۲۳۹) مطبع دار احياء التراث عربي بيروت)

ژباړه: تر هغه وخته به قيامت رانشي تر څو دېرشو ته نږدې فريب کاره درواغحن نبيان ځانونه ښکاره نه کړي، د هر يوه به يقين دا وي چې هغه رسول دی (خو دهغوئ يقين به باطل وي).

همداسې وشول چې بیا وروسته مثلاً:
مسیلمة الکذاب، اسود العنسي، طلیحه بن خویلد، لقیط بن مالک، حارث بن سعید، اسحاق الاخرس، په معاصرو وختونو کې یې په هند کې قادیاني همدارنګه په مصر، تونس… همداراز څه موده وړاندې په پاکستان کې هم یو قادیاني کاذب شخص د نبوت دعوه درلوده چې څو ورځې وړاندې د خالد په نامه یوه ځوان له لوري ووژل شو.
همدا اوس په هرات کې محمد زلمي په نامه یو شخص د نبوت کاذبه ادعا کړې ده، چې ورورسته له خپلې ادعا څخه بېرته په شا شو.

د نبوت د درواغجني ادعاء لاملونه:
دا باطلې ادعاووې یو شمېر لاملونه لري چې، د مثال په توګه لاندې اشاره ورته کوو:

– سیاسی، ټولنیز زعامت او قومي، قبیلوي عصبیت:

هر کله چې د ځینو درواغجنو مدعیانو تاریخ وګورو، او بیا یې د وخت او ځای سیاسي، ټولنیز او مذهبي حالات تر څیړنې لاندی ونیسو؛ نو پایله دا کیږي چې دغو مدعیانو غوښتل ددې لارې سیاسي او ټولنیز زعامت او مشرتوب تر لاسه کړي، همدارنګه قومي او قبیلوي عصبیت هم ددې لامل شوي چې دغه کسان د بل قوم سره د عصبیت په خاطر د نبوت باطله او درواغجنه ادعاء وکړي، چې د مسیلمة الکذاب او اسود العنسی ادعاء د نورو لاملونو تر څنګ همدا پورته لاملونه درلودل، ځکه دغو کسانو ته د قومي تعصب په خاطر د قریشو سیاسي او مذهبي زعامت د منلو نه وو.

– اقتصادي لامل:
په هغه ټولنو کې چې خلک یې پوره او سم دیني علم ونه لري؛ نو بیا ځینې دغسې ګمراه کسان د نس د ډکولو پخاطر باطلې ادعاوې کوي، تر امرار معاش وکړي چې بیلګې یی د افریقاء په ځینو هیوادونو کې موندلای شو.

– د ګمراه، فرقو، افکارو او باطلو عقایدو مطالعه او ور څخه متأثر کیدل.

– د مهدیت د درواغجنې دعوې علت د نورو لاملونو تر څنګ د امام مهدي رح د ظهور په هکله د اهل تشیع ګډه وډه عقیده او مکذوب روایات.
البته د امام مهدي د ظهور په هکله همموږ  د مستندو روایاتو په اساس کلکه عقیده لرو؛ خو د اهل تشیع په شان نه.

-رواني ناروغي:
داسې کسانو هم د نبوت یا مهدیت درواغجنې دعوې کړي دي، چې رواني ناروغان وي، خو په ځان نه پوهیږي، داسې کسان ضد او نقیض خبرې کوي او پر یوه حال نه وي.

– استعماري اهداف او پروژې:
خو په معاصر وخت کې ددغو درواغجنو ادعاء وو تر شا د غربي استعمار اهداف او پروژې ډیرې خطرناکې دي؛ ځکه استعمار د اسلام دښمنه مستشرقینو د لارښوونو او نقشو په اساس په اسلامي ملکونو کې د نظامې جګړې تر څنګ،  فکرې جګړه هم موازي روانه کړې ده، چې ښه بېلګه یې په هندوستان کې د انګریزي استعمار په وخت کې د میرزا غلام احمد قادیاني د نبوت درواغجنه ادعاء او استعماري پروژه یادولای شو، همدارنګه یې په مصر، تونس او نورو هېوادونو کې هم بیلګې شته او دا چاره تر اوسه هم متأسفانه روانه ده.

دغسې پروژو څخه د استعمار ځینې اهداف:

۱- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عام رسالت او خاتمیت د عقیدې په هکله مسلمانان او د نړۍ خلک شکمن کول.

۲- د خپلو اسلام دښمنه استعماري اهدافو لپاره، د مسلمانانو په منځ کې خپل ملاتړي پیدا کول، ځکه په هند کې یې هم د قادیانیت د پروژې د تمویل او تجهیز څخه هدف دا وو، تر څو هلته د انګریز خلاف د هندي مسلمانانو جهاد، د قادیانیت د پروژې په واسطه د خنډ سره مخ کړي؛ ځکه قادیاني د جهاد څخه منکر وو او انګریزان یې اولی الامر ګڼل.

۳- د اسلامي هیوادونو په داخل کې مُضر اقلیتونه پیدا کول او د هغوی په واسطه داخلي جنجالونه جوړول او بیا که چیرې مسلمانان ددغو کسانو په هکله شرعي اقدام وکړي، اسلام او مسلمانان افراطي معرفي کول او تر فشار لاندې یې راوستل.

۴- د مسلمانانو د عقیدې د خرابولو په خاطر، د مسلمانانو په ذهن کې دغسې خطرناک مسایل عادي کول او حساسیت یې ور سره کمول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x