افغانستان

د اشرف غني لخوا رابلل شوې مشورتي جرګې لګښت۳۳۰ ملیونه افغانۍ اټکل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر اشرف غني لخوا د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره ۳۳۰ ملیونه افغانۍ لګښت اټکل او د مالیې وزارت ته وړاندیز شوی، چې د یاد وزارت لخوا یې د ورکولو ژمنه شوې ده.

د مالیې وزارت وايي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره ځانګړې شوې ۳۳۰ ملیونه افغانۍ به له کومې ستونزې پرته ورکړي.

په هغه مکتوب کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا مالیې وزارت ته استول شوی داسې راغلي: « د مالیې وزارت دې ۳۳۰ ملیونه افغانۍ د ۹۱ احتیاطي کوډ په ګډون د ملي بودجې څخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته اجراء کړي.»

ددې مکتوب سره همهاله د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د اړتیا وړ لګښت په ورکولو کې کومه ستونزه نه لري.

مالیې وزارت په داسې مهال د اشرف غني لخوا د سولې مشورتي لویې جرګې په نوم د ۳۳۰ میلونه افغانیو لګښت ورکولو ته تیاری ښودلی، چې ټاکل شوې ده سبا د جمعې په ورځ(۱۷ زمري) یاده جرګه دائره شي او له ۳۵۰۰ څخه ۴۵۰۰ تنه په کې برخه واخلي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په پلمه په داسې حال کې د لویې جرګې رابللو تابیا نیسي، چې د حکومت ګڼو چارواکو، سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو او آن د حکومت لخوا انتساب شوې ولسي جرګې هم د لویې جرګې رابلل غیر قانوني بللي او مخالفت یې ورسره څرګند کړی دی.

په ورته مهال طالبانو هم د سرتاسري سولې او سیاسي توافق نه وړاندې د دارنګه جرګو رابلل غیر قانوني او ګډونوال یې د ملت له استاځولۍ څخه بې برخې افراد ګڼلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا د بیشرفه غنی د ابا او د ادی پیسی دی که د رولا د ابا او د ادی چی داسی بیمورده او بیځایه مصرفیږی؟ ولس په وچه ډوډی پوری حیران دی خو دا منافق او فاسد غلامان بیا د بیځایه هوس او هوا لپاره بی ګټی مصرفونه او چړچی کوی . ای د دین او د هیواد دښمنانو دا مو آخری سلګی دی ډیر ژر به نیست او نابود سی ان شاءالله . د الله تعالی د ملائیکو او د ټولو انسانانو لعنت دی وی پر تاسو باندی . په رشتیا چی زمونږ په هیواد کی تر ټولی نړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x