افغانستان

بادغیس کې د دولتي عسکرو په ډزو ۱۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمري، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت په مقر او بالا مرغاب ولسوالیو کې د دولتي عسکرو په مخامخ او توپچي ډزو کې ۱۴ تنه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د سیمې خلک او طالبان وايي، تیره ورځ د بادغیس ولایت مقر ولسوالۍ په سنجیدکې سیمه کې محلي پولیسو(اربکیانو) ۳ تنه ولسي خلک په داسې په مرمیو ویشتلي چې د خپل کور مخې ته ناست وو.

په دغه پېښه کې د خلیفه ګانو د کلي ملا امام مولوي یونس او عبدالکریم د عبدالخالق زوی په ګډون ۲ تنه ملکیان وژل شوي او یو بل عام کلیوال نورالله د عبدالباري زوی ټپي شوی دی.

ددې ترڅنګ دولتي عسکرو تیره ورځ په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د محاصره شوي کنډک نه دولتي عسکرو د غوچاقو پر بازار په داسې مهال د توپونو او هاوانونو ډزې کړي، چې خلک د اړتیا وړ توکو پیر او پلور لپاره راغلي وو.

په دغه پېښه کې د عبدالرحمن ولد جمعه خان په نوم یو ملکي تن وژل شوی او ۱۰ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ملکي خلکو او بازارونو د ډیسي توپونو او هاوانونو بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه په بې سارې توګه زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x