افغانستان

د هرات مدني فعالانو هم له مشورتي لویې جرګې سره مخالفت وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمري، ۱۳۹۹ل): د ولسي جرګې د رئیس او ګڼ شمېر نورو حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو له مخالفت وروسته د هرات مدني فعالانو هم د اشرف غني لخوا د سولې مشورتي لویې جرګې رابللو سره مخالفت ښکاره کړی دی.

د هرات مدني فعالانو ټولنې نن د پنجشنبې په ورځ ددې ولایت د ورزشي لوبغالي مخې ته د اعتراضیه غونډې په کولو سره اشرف غني تورن کړی چې غواړي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په تړاو خپل مسئولیت څخه تېښته وکړي او دغه مسئولیت د خلکو په غاړه کې واچوي.

دوی د مشورتي لویې جرګې رابلل د اساسي قانون خلاف عمل بللی او په ټینګار سره یې ویلي، چې دغه جرګه د بې ځایه مصارفو او ځان ښودنې څخه پرته بل هیڅ نه شي کیدای.

د فعالانو په خبره په دې لویې جرګې کې له ۳۳۰ میلونه زیاتې افغانۍ لګښت راځي، چې د جرګې پر هر ګډونوال ۱۶۰ زره افغانۍ لګول کیږي.

د عبدالهادي قانع په نوم یو فعال او د اعتراضیه غونډې ګډونوال ددې ترڅنګ چې د ۳۳۰ ملیونه افغانیو بې ځایه لګښت پرځای په عمراني پروژو لګولو ټینګار کوي، وايي چې د طالب بندیانو د خلاصون موضوع وار له مخه د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ فیصله شوې؛ خو په خبره یې اشرف غني غواړي په دې اړوند خپل مسئولیت د خلکو په اوږو بار کړي.

په ورته مهال ددې اعتراضیه ناستې بل ګډونوال او مدني فعال فیروز احمد بهزاد بیا استدلال کوي، چې اشرف غني یو کال مخکې هم ورته لویه جرګه رابللې وه، چې هیڅ مثبته پایله یې نه لرله، بلکې یوازې د حکومتي چارواکو په فرمایش یې پرېکړې وکړې، چې تطبیق نه شوې.

د نوموړي په خبره د افغانستان په څېر یو بې وزله هېواد کې په داسې بې ځایه نمایشي کارونو د ۳۳۰ ملیونه افغانیو مصرفول د خلکو په حق کې ښکاره ظلم او تیری دی.

د محمدابراهیم په نوم یو بل فعال هم په مشورتي لویې جرګې د اعتراض په توګه وايي، چې د ټولو چارو په تړاو د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ پرېکړې شوي او دا نمایشي کارونه د خلکو په سترګو کې د خاورو ښېندلو څخه پرته بله هیڅ معنا نه ورکوي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په پلمه په داسې حال کې د لویې جرګې رابللو تابیا نیسي، چې د حکومت ګڼو چارواکو، سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو او آن د حکومت لخوا انتساب شوې ولسي جرګې هم د لویې جرګې رابلل غیر قانوني بللي او مخالفت یې ورسره څرګند کړی دی.

په ورته مهال طالبانو هم د سرتاسري سولې او سیاسي توافق نه وړاندې د دارنګه جرګو رابلل غیر قانوني او ګډونوال یې د ملت له استاځولۍ څخه بې برخې افراد ګڼلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x