ټکنالوژي

د ایم ټي ان شرکت په افغانستان کې خپل فعالیتونه دروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل): د ایم ټي ان مخابراتي شرکت غواړي د منځني ختیځو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي او یوازې په افریقا کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د MTN مخابراتي شرکت لومړی فوکس سوریه هېواد دی چیرته یې چې ۷۵ سلنه د خپلو ونډو پلور پېل کړی دی. له دې وروسته به په یمن او بیا افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

ددې لامل په افریقا کې د ایم ټي ان فعالیتونو غوره والی بلل شوی، د شرکت چارواکو ویلي چې په منځني ختیځ کې ددوی فعالیتونه بې ګټې شوي دي.

ایم ټي ان یو مخابراتي شرکت دی چې په ۱۹۹۴م کال کې تاسیس شوی او دا مهال د افریقا په ګډون په منځني ختیځ او افغانستان کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.

بل لوري د افغانستان د ایم ټي ان ځینې کارکوونکي نن ټکی اسیا ته دغه خبرونه ردوي او وایي چې د شرکت لخوا دوی ته هیڅ داسې کوم خبر نه دی رسېدلی.

ایم ټي ان د ۲۴۰ ملیونو څخه زیات پيرودونکي لري چې دا په افریقا کې تر ټولو لوی مخابراتي شرکت او په نړۍ کې په اتم مقام دی.

ویل کیږي چې ایم ټي ان شرکت به خپل فعالیتونه په یوې بلې مخابراتي شبکې وپلوري، له دې وړاندې افغانستان کې اریبا شرکت د ایم ټي ان لخوا اخیستل شوی و.

د یادونې وړ ده چې ایم ټي ان په افغانستان کې تر ټولو زیاته کارېدونکې شبکه ده، په ۴۶۴ ولسوالیو او ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۹۰ سلنه پيرودونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x