ټکنالوژي

فیسبوک او ټویټر د ټرمپ لخوا خپره شوې ویدیو حذف کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼو فیسبوک او ټویټر د ډونالډ ټرمپ لخوا هغه خپره شوې ویدیو چې د کرونا په اړه یې ناسم معلومات ورکول حذف کړې ده.

د اسوسيټډ پریس خبري اژانس په وینا فیسبوک د امریکا ولسمشر ټرمپ ویډیو له خپریدو سمدلاسه حذف کړې خو ټویټر بیا له عامو خلکو پټه کړې او هغه ته یې اخطار ورکړی دی.

د ټرمپ لخوا پر فیسبوک او ټویټر د امریکا تلویزوني چینل «فاکس نیوز» یوه ویدیو خپره شوې په کومه کې د چې ټرمپ د کرونا ویروس په اړه غږیدلی و.

هغه په دغه ویدیو کې وایي چې کم عمره ماشومان د کرونا ویروس څخه خوندي وي.

د فیسبوک یوه ویاند وویل چې د ټرمپ په ویدیو کې  حقایق تحریف شوي او ادعا شوې چې د خلکو یوه ډله «ماشومان» له کرونا څخه خوندي دي. ددوی په وینا دغه خبرې ددوی د پالیسۍ خلاف دي.

بل لوري ته د ټویټر شرکت هم دغه ویدیو چې د @TeamTrump اکاونټ لخوا خپره شوې او ټرمپ هم په خپل اکاونټ خپره کړې، لومړی دغه ویدیو د ناسمو معلوماتو له کبله پټه کړې او بیا یې ټرمپ ته ددوی پالیسۍ سره سم خبرداری ورکړی دی.

خو بل لوري ته د ټرمپ کمپاینران وایي چې یادو شرکتونو پر ولسمشر ټرمپ د تعصب تور لګولی په داسې حال کې چې هغه یو حقیقت بیان کړی دی.

له دې وړاندې روان کال په جون میاشت کې هم ټویټر د ټرمپ یوه ویدیو د چاپ حقونو له کبله حذفه کړې وه چې له هغه وروسته د ټرمپ او ټولنیزو رسنیو ترمنځ بحثونه شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x