ټولنیزه برخه

قاضي او د چرګ قیصه

ژباړه:  مولوي محمدرضاء رحماني

بډې (رشوت)  څنګه د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي؟
د بعضې قاضیانو له شره مو هم خدای وساته ، د خپلې لږې ګټې لپاره  به ستا ډېر څه تر خاورو لاندې کړي.

یوه سړي حلال کړی چرک د چرګانو قصاب ته د ټوټه کولو لپاره ور وړ ، قصاب ورته وویل چې ته لګ وروسته راشه مابه درته برابر کړی وي ، هغه ووچې سړي چرګ پرېښود ولاړ.

په دې وخت کې د هغه ښار قاضي راغی ، قصاب ته یې وویل چې یو چرګ راکړه ، قصاب وویل قاضي صاحب چرګان نلرم ، یواځې یو چرګ دی هغه هم امانت دی !

قاضي وویل:  بس همدا راکړه!  قصاب وویل قاضي صاحب دا خو دبل چا دی ، زه به هغه ته څه ځواب ورکوم؟

قاضي ورته وویل چې هغه ته ووایه ستا چرګ هوا وکړه والوت!  که څه خبره شوه نو موضوع هسې هم تر ما رارسي.

قاضي چرګ واخیست او ولاړ ، د چرګ څښتن راغی ول زما چرګ راکړه ، قصاب وویل صاحبه ستا چرګ خو والوت ، سړي وویل آیا ته لېونی نه یې ، ما خو حلال کړی چرګ در کړی وو هغه څنګه والوت ؟

راځه چې قاضي ته ورشو ترڅو حق څرګند شي ، د قاضي په لور روان شول ، ګوري چې په لار کې خلک راجمع شوی دي ، یو مسلمان او یهودي سره وران دي ، قصاب د بېلتون کولو کوښښ کاوه چې دده ګوته د یهودي په سترګه کې ورغله او ړنده شوه.

خلکو قصاب را ونېوه ول راځئ چې قاضي ته یې ورولو ، محکمې ته په رسېدو دو قصاب ترې وځغاستل خلک ورپسې شول ، قصاب د جومات مینارې ته د پورته کېدلو هڅه وکړه ، خلک هلته هم ورپسې شول ، قصاب له مینارې څخه راټوپ کړ ، ددې سره لاندې په یو سپين ږيرې را پرېوت او هغه ساه ورکړه ومړ ، د سپین ږیرې ځوی او خلک ورپسې شول بالآخره ونيول شو او قاضي ته یې وروست.

قاضي چې قصاب ولید ویې خندل د چرګ قیصه یې ورته یاده شوه ، خبر نوو چې یوه دعوی نده بلکه درې دي ، یوه د چرګ قضیه ، دوهمه د یهودي د سترګې قضیه ، دریمه د سړي دقتل قضیه ، قاضي چې په دریو قضیو خبر شو ، نوخپل سر یې په دواړه لاسه ونیول په فکر کې ډوب شو ، تر لګ ځنډ وروسته قاضي وویل.

راځئ یوه یوه موضوع به را واخلو ، اول د چرګ څښتن ته غوږ کړۍ ، هغه وویل:  قاضي صاحب ده زما چرګ غلا کړی ، ما حلال کړی چرګ ورکړی وو اوس وایي چې ستا چرګ هوا وکړه والوت ، آیا داسې کېدلای شي؟

قاضي وویل:  آیا ته په الله تعالی ایمان لرې؟  هغه ول هو ، قاضي وویل ، الله تعالی مړه هډوکي را ژوندي کوي ، درځه ولاړ شه ستا هیڅ حق له ده سره نه کیږي.

قاضي وویل:  دوهم مدعي راولی ، یهودي راغی ول قاضي صاحب ده زما سترګه ړنده کړي ده ، قاضي وویل!  سمه ده مسلمان به أهل ذمةؤ ته نیم پور (دیت) ورکوي ، اوس به هغه ستا دا دوهمه سترګه هم راوباسي ، بیا به ته دده یوه سترګه را وباسې!

یهودي چیغې کړې ول نانا بس زه له خپلې دعوې تېر یم څه نه غواړم.

قاضي وویل دریم مدعي راولی!  د سپین ږیري مقتول ځوی راغی ول قاضي صاحب  ده زما پلار وژلی ، د جومات له مینارې یې راټوپ کړ لاندې زما پر پلار راپرېوت هغه یې مړ کړ ، قاضي وویل:  دا مجرم هغه ځای ته بوځئ او ته له مینارې پرې راټوپ کړه!

ځوان وویل قاضي صاحب هسې نا چې دا سړی راڅخه یو خواته شي او زه مړ شم ، قاضي وویل:  په دې خو زه هم نه پوهېږم نو ستا پلار ولې یو خواته نه کېدۍ؟  ځوان وویل نانا بس زه له خپلې دعوې تېر یم.

داسې خلک هم شته چې د بډو په بدل کې مجرم له جرم څخه داسې را اوباسې لکه له وړو څخه چې تار را وباسې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x